په دې نړۍ کې دبلا په نوم څه نشته

په دې نړۍ کې دبلا په نوم څه نشته یو ماشوم چې نوم یې راشدخان و ډیر هوښیار او تل به یې شوخي کوله پلار او مور یې له هغه سره ډیره مینه لرله چې له ډیرې مینې او ناز څخه یې په راشدخان د زړګي په نوم غږ کاوه. دسپرلي په موسم کې یوه شپه سخت باران پیل وکړ اسمان تنیدا او ویرونکي غږ زړګی له خواږه خوب څخه راویښ کړ ګوري چې توره شپه او د اوبو شڼار دی له یرې یې په ژړا پیل کړه اوهواوهواوهو....

ژړا یې مور له خوبه راويښه کړه ویې ویل: زړګیه، زړګیه! ولې ژاړې څه غواړې؟ زړګي بې له ځوابه خپل ژړل اوهواوهوهو دا چې دزړګي مور ښونځۍ نه وو لوستی، هڅه یې کوله چې زړګی خپله ژړا زر بس کړي ترڅو نور ماشومان او د کور غړي له خوب څخه راویښ نه شي نو له مینې یې کار وانه خیست په تونده لهجه یې ورته وویل: غلی شه چې (بلا) راځي خوري دې د زړګي هغه ډار څه و چې دا شو په ژړوغوني غږ یې د مینې غوښتنه وکړه، " مورې زه ستا ترڅنګ ویده کېږم". دا شپه زړګي د مور په څنګل ارامه سبا کړه دوه ورځې وروسته د زړګي ملګری او د ماما زوی سمسور سره له خپلې مور سره، د زړګي کورته راغلل. زړګی د سمسور په لیدو ډیر خوشحاله شو له چای څښلو وروسته دواړه ماشومان د لوبو لپاره له کور څخه بهر ته لاړل ښه په خوشحالۍ سره یې لوبې وکړې دا وخت زړګی له لوبو کولو ستړی شو غوښتل یې کورته لاړ شي په سمسور یې غږ وکړ سمسورجانه!

راځه چې کور ته لاړ شو سمسور په لوبو کولو زیات بوخت و زړګی ته یې دا خبره کوله سمه ده لږ وروسته به لاړ شو بل ځل زړګي ورته وویل: سمسورجانه زر راځه ګوره (بلا) د خوري دلته (بلاګانې) پیدا شوې دې خبرې د سمسور په زړه کې هم ويره پيداکړه او کور ته را روان شول. سمسور دا ښه عادت درلود په کومه خبره به چې نه پوهېدو له خپلې مورڅخه یې پوښتنه کوله دا ځل هم دخپلې مور څنګ ته راغی خپلې مورته یې وویل:

مورجانې (بلا) څه ته وایي؟ مور یې ورته وخندل سمسورجانه! ولې ته له ماڅخه د (بلا) پوښتنه کوې (بلا) هیڅ هم نه دي چا خو به یې په هکله څه نه وي درته ویلي سمسوروویل: زړګي راته وویل راځه کور ته دلته (بلا) ده هسې نه ودې خوري د سمسور مور چې ښوونځۍ يې لوستی وو د زړګي مورجانې ته یې وویل:

له ماشومانو سره د ویرې او ډار په اړه خبرې مه کوه ځکه چې دا ډول چلند د ماشوم په راتلونکي ژوند بد اغېز لري نوباید چې په مینه او هنر سره یې ښه پالنه وکړو په هرحال دواړه به په دې اړه نورې خبرې او مشورې هم وکړو، خو لومړی په سمسورجان، زړګي اوټولوماشومانو دا زیری کوم مه ویریږئ په ډاډه زړه سره مستي او شوخي کوئ. حقیقت دادی په دې نړۍ کې د (بلا) په نوم څه نشته.