زموږ ټولنه او روان حالات کله چې د یو چا په غوښتنه ما د هیواد په اړه د مقالې لیکلو لپاره قلم پورته کړ نور مې ولیکل له پخوا تر اوسه له اوس نه تر کومه هر سهار په غم پیل او په وير پای ته رسېږي. بیامې دا لیکل د هغې لپاره د جغرافیایي اقلیمي او زراعتي ستاینو وروسته د قلم څوکه د خوارو خلکو ژوند او دردونو ته ورسېده له سیاست څخه تېر شوم چې د پښتنو د ناخوالو او دربدریو بې انتها ژورې کندې ته ورخطا شوم هلته دانسانیت سره هره لوبه شوې وه دوی د ناپوهۍ په تور تمو نو کې په غلطو لارو خپل ژوند له لاسه ورکول جاري ساتلي و. دوی خپل لوری په داسې حال کې غلط کړی و چې دانسانیت یوه برخه یې دعلم څخه بې برخې کړې وه. لکه څرنګه چې د ټولې نړۍ خلک په مثبت لوري روان اوسیدلي.
دوی په منفي لوري دومره تللي چې د یونفر له تعلیم څخه په بې برخې کېدو یې اته نهه نسلونه بې برخې کېدل هه دلته ځینې کسان داسې هم و چې پوهه یې له نړۍ والو سره په وزن برابره وو، خو دهغوی حرکت په نا پیژندو او ناپوهه فکرونو ښه نه لګېد چې تل یې له خنډونو سره مخامخ کړي و ژوند ته درناوی او مینه یې له پامه ښه نه راتله خو نوي راټوکیدلو ځوانان له یاد ژوند څخه ناخوښ ښکاریدل. دوی ته زیاتې هیلې وې، چې ټولنه له دې حالته را وباسي، په دې ټولنه کې ډېر خلک پوهیږي خو لږ خلک بیا دومره ناپوهه دي، چې هرڅه په پټو سترګو مني. همدوی ټولنه د زوال سره مخ کړې. نالیدلي حقیقتونه په نا ویلي شکل سره د خپل زړه کارونه ترسره کوي. دلته مې چې سوچ شو هغې سړي هم راته وویل، دا څنګه تعلیم مو کړی چې لس کرښې مقاله په نیم ساعت کې نه شې لیکلی، ما ورته وخندل وروره زه په بله لاړم ته له یاده رانه ووتې ستاڅخه مخکې يو کس چې په ما ډير زیات حق لري (وطن) هغو ته مې پنځوس کرښې ولیکې سړي خپله خبره بېرته دمخ په جیب کې کیښوده او دچای پیاله مې ورته ډکه کړه راته یې وویل "سمه ده خو دا زر خلاصه کړه چې زما د بچي د مکتب وخت دی هلته یې ترې غواړي"، ما ویل ښه سمه ده دده له لس کرښو وروسته باید وویل شي چې ښه او بد پوه او ناپوه بیلابیل خلک په هره ټولنه کې شتون لري، خو چې نه پوهیږي خپل کار کوي. داسې نه لکه زموږ دټولنې چې له خپل کار سره ټولنې ته هم زیان رسوي.
په دې وران وطن ستایو هغه کسان چې له هر تکلیف څخه برخمن ژوند کوي خو بیا هم خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي. هیلې مو د ویاړ تر حد لوړې لا مخ پر وړاندې اوسه ترڅو راتلونکو نسلونو ته زیات دسوکالۍ هغه نیالګي کینوي، چې ستاسو مفکوره راتلونکو ځوانانو ته د ژوند په زیړ مازدیګر کې هڅې او زیارونه دا ګواهي د خپلو باباګانو ارواح ته په دوعاګانو څرګنده کړي.
که فکر وکړو د پخوا په نسبت مو ډېر انسانیت پیژندلی ددې کار تر شا، چې دکومو کسانو هڅې شته که ژوندي وي لا د ګړندي او خوشحاله وي که له فاني دونیا کډه شوي جنت یې نصیب شه.
له داسې جالبو پیښو او جنایتو به خبر شې چې دسر ویښتان به مو زیږه او ببر شي. دلته په انسانیت هره ملنډه ووهل شوه او لا هم د انسانیت سره د زور زیاتي نوعې مخ پر زیاتیدو روانې دي.
له خیر څخه د ډک ژوند تمه لرو بیا هم فکراوسوچ کو، چې لابه له افغانانو سره کوم نوعه زور زیاتی کیږي. کټ مټ لکه اور چې ګټه او انرژي يې دبل چا او دسوځیدلو توکي يې افغانان وي که تاریخ وپلټل شي ډير له پخوا څخه ځوریږو او موږ اوس هغه خلک یو چې په دوماغو کې مو اور بل دی خوبیا هم ویده یو. نه پوهیږو ړانده یو همدارنګه سهار مو په غم او ماښام مو په ویر پای ته رسیږي له یو بل څخه ستړي سم لکه لیونیان دخپل ځان هیواد او ژبې په ګټه او زیان نه پوهیږو فطرت او تاریخ مو خپل دی دوښمن هغه وخت ښه استفاده کوي، چې کله زموږ په دماغو د احساساتو توره پرده و غوړي. دماغ کار پریږدي او خپل اهداف په بریا سره پای ته ورسوي.
ډيره مهمه دا، چې له وخت او حالاتو سره خپل ځانونه جوړ او برابر کړو. هغه څه چې موږ لس کاله وروسته زده کړي لس کاله مخکې ځوانانوته څرګند کړو په هرکار کې زیار او هڅه دښو اخلاقو او مینې په قوت تر ټولو ښه او ښایسته د بریالیتوب اسانه لار ده هیڅ کله یې له یاده مه باسئ.
وروستي