افغانانو اماراتو ته شپږ زره متره اوږ بیرغ ډالۍ کړ

جنګ جګړو نه یوازې بې شمېره افغانان وژلي او افغان خاوره یې سور اور ګرځولې بلکي د نړۍ پر مخ یې د افغانستان انځور هم پیکه کړی.

خو له دې سره سره یو شمیر افغانان په نوره نړۍ کې دخپل هیواد دنوم روښانه کولو هڅې هم جاري ساتلې په اماراتو عربي متحد کې د سلطان په نوم یو افغان د خپلو پنځو ملګرو د اماراتو هیواد د 47 کلیزې په ویاړ شپږ زره متره اوږد بیرغ جوړ کړی یاد بیرغ د دوبۍ او ابوظبي په عمومي سړک ځوړند شو په دې هدف چې د اماراتو دولت او افغانستان اړیکې پیاوړې او افغانانو ته په دې هیواد کې د زیاتو همکاریو او وفادارۍ پاملرنه جلب کړي.

داماراتو حکومت ددې کار په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو په دوبۍ کې افغان قونسل عبدالصمد افغان ددې ځوانانو هڅې ستایلې او وعده یې کړې چې دوی به د قونسلګرۍ له خوا وستایي په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې ددوی کار ستایل شوی او ځینو بې ګټې بللی.

له دې مخکې هم د افغان قونسل عبدالصمد لخوا د داماراتو حکومت د شهید د ورځې په ویاړ د شیخ زاید انځور د لاجوردو په قیمتي ډبره جوړ او د اماراتو حکومت ته ډالۍ شوی تاسې داکار څنګه ارزوئ خپل نظر مو په روهي فسبوک پاڼه له کومینټ کړئ.