
د فرانسې د تجارت وزیر وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړیوال تجارت ګواښي.
د فرانسې د تجارت وزیر میشل ساپن پرون وویل چې د ټرمپ پرېکړې د نړیوال تجارت لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.
هغه وویل:«د کورني تولید د ملاتړ په برخه کې د ډونلډ ټرمپ یو اړخیز اقدامات د نړیوال تجارتي نظام پر وړاندې یو لوی ګواښ دی.»
ټرمپ د لوړې تر مراسمو لږ وروسته له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې امریکايي وګړو ته د کاري فرصتونو د پیدا کېدو لپاره دې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
هغه دغه راز وویل چې امریکا باید د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره د کورنیو توکو ملاتړ خپل ورځنی شعار وګرځوي.
ټرمپ تر ټاکنو مخکې دا هم ویلي وو چې له یو شمېر هېوادونو سره به د ازادې سوداګرۍ تړونونه هم لغوه کړي.