
د وروستیو رپوټونو له مخې د سولۍ بهیرونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي!
د وزارتونو، سفارتونو،ریاستونو، قونسلګریو،د انتسابي سناتوران او د حکومت د نیمايي برخې د وېش په بدل کې له دولت سره د عطا محمد نور د روغې جوړې بهير!
له کوم شرط پرته له حکومت سره د طالبان د سولې بهیر!
د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار او له دې ډلې سره د سولۍ د پرمختګونو بهیر!
ښکاره ده چې د افغانستان په نا امنیو کې یوازې طالبان ښکیل نه دي. ځینې ډلې په ښکاره مخالفت لري او ځيني نور په دولتي څوکیو له دریشۍ او نکټایېو سره د حکومت ضد کړنې تر سره کوي.
شمالي ټلواله له څو لسیزو راهیسې د هیواد په ټولو نا خوالو کې مستقیم رول لري، د جهاد او مقاومت په نوم د دوی خوځښتونو په هره برخه کې افغانستان ته یوازې زیانونه رسولي دي؛ نور څه نه! د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو لخوا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې ځان د واکمنۍ حقداره ګڼلو.
زه خپله شاهده یم چې د شمالي ټلوالې مشران او پلويان چې کله هم د سیاسي اوضاعو په اړه په خپلو کې بحث کوي؛ نو افسوس په دې کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته باید د دوی کوم رهبر واک ته رسیدلی وای. د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د دې ډلې او پلویانو د مخالفت ستر لامل هم همدا دی، ګومان یې کولو که حامد کرزی نه وای نو د دوی کوم استاد یا مارشال به ولسمشر وای.
په داسې حال کې چې پخواني ولسمشر د دوی د ګواښونو او اخطارونو له ویرې حکومت په سهامي شرکت بدل کړ، دې ډلې ته یې واک او ډیره برخه ورکړې وه، او په دې کار سره ورڅخه عام ولس نا راضه و، خو د شمالي ټلوالې قناعت بیا هم حاصل نه شو.
په هیواد کې د ډي- ډي ار پروسې ته یو جهادي او مقاومتې هم وسلې نه دي سپارلي او دا پروسه ځیني خاصو موخو لپاره د خاصو ډلو پر وړاندې پیل شوې وه .له شمالي ټلوالې سره د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د حکومت له وسلو او مهماتو سربیره د پرمختللو روسي او پاکستاني وسلو بې شمېره زېرمې موجودې دي. ښه بیلګه یې د اتل، شهید او مبارز په نوم د دوی لخوا د دوی لپاره په ځینو ځانګړې ورځو کې د دې ډلې د هر پلوي او غړي په لاسونو کې ټوپوکونه او وسلې یادولی شو.
د دې ډلې د پیاوړتیا یوه ځانګړنه دا وه چې سره یو موټي و، په خپلو کې د مشرۍ په سر نه جنګیدل، که کومه ستونزه به پیدا هم شوه؛ ژر به پای ته رسیدله. یو به واکداره شو؛ د نورو اوو پوښتو ته به یې خدمت وکړ، د یو بل ملاتړي وو.
خو د دوی د ملاټر او یو والي سلسله هغه مهال ماته شوه چې احمد ضیا مسعود د ډاکټر عبدالله ټاکنیزې ډلې پر ځای د ولسمشر اشرف غني ډله غوره وبلله.
ولسمشر غني هم دا درز په لویې تشې بدل کړ!
له بده مرغه ولسمشر د دې هلو ـ ځلو په ترڅ کې له ولس سره په ډیرو ژمنو کې پاتې راغلی دی؛ خو له عطا محمد نور سره له هوکړې وروسته دې هڅو نتیجه ورکړې ده. له دې هوکړې سره که څه هم د دې ډلې تر منځ ډیرې ستونزې پیدا شوي دي، ستونزې یې رسنیزې شوي هم دي او د دې ډلې د پلویانو تر منځ هم ستونزې پیدا شوي دي. خو هغه مهال به تیر په نښې وربرابر شي چې دا ډله په بشپړه توګه په فکري لحاظ بېله شي.
زما په نظر دې موخې ته رسیدل لږ نور وخت هم غواړي. اصلي هدف دا دی چې د دې هڅو ګټې څه دي؟ او اوس مهال حکومت ته څه زیان رسیږي؟
په اوږد مهال کې به دا ډله نور د ګواښ په څېر پاتې نه وي، نه به د وسلو د ګواښونو او د وینو د ویالیو د بهولو د ګډوډیو او لاریونونو په ګواښ د ټاکنې پایلې بدلې کړای شي، نه به پنځوس - پنځوس حکومت رامنځته کړای شي او نه به د دوی په وینا پیاوړی ګوند پاتي شي.
هیواد به نور په شمالي او جنوبي زون هم نه ویشل کیږي. خو په لنډ مهال کې به د ولسمشر غني حکومت ډیر فرصتونه له لاسه ورکړي. د دوو کلونو په تېرېدو سره ولسمشر د خپلو ژمنو په خلاف په ډیرو برخو کې پاتې راغلی ستر لامل یې نا امنۍ او د حکومت څو سري ده. ولسمشر په دې پوهیږي چې د هیواد په ټولو نا امنیو کې یوازې طالبان ښکیل نه دي. د طالبانو د نوم تر شا ډیرې نورې ډلې ټپلې هم شته چې د حکومت د ضعیفوالي او ناکامي هڅې کوي.
له عطا محمد نور سره هوکړه ، دې ډلې سره د حکومت نیماي وېش او په بلخ ولایت کې د بدلونونو راوستل به د هیواد په امنیت کې مثبت بدلون راولي. ولسمشر پرته له کومې ګټې د دوی فرمایشونه نه مني.
د سولۍ دا بهیر خو څه نا څه نتیجې ته رسیدلی دی، له اسلامي ګوند سره خبرو ښه نتیجه ورکړې او ویل ګیږي ګلبدین حکمتیارهیواد ته راځي د دې ډلې ځيني شرطونه منل شوي د سولۍ دا بهير هم تکمیل شوی ښکاري، خو له طالبانو سره د افغان حکومت د روغی جوړی بهیر لا هم هماغسی دی؛ ویل کیږي افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو سره له کوم شرط پرته د روغی جوړی خبرې پیل کړي دي!
له طالبانو سره د روسیې او ایران د وروستیو پټو او ښکاره خبرو اغیز به د افغانستان د سولۍ په بهیر څه وي دا به راتلونکي کې معلوم شي.
اوس همدومره جوته ده چې افغان حکومت یوازې د طالبانو د پخلا کولو هڅې نه کوي؛ د ځینو نورو ډلو روغه جوړه هم د افغانستان په حالت کې مثبت بدلون راوستلای شي.