امریکا وايي ایران د بالسټیک توغندي ازموینه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تایید کړه چې ایران د یکشنبې په ورځ د بالسټیک توغندیو ازموینه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وايي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دې ازموینې په اړه معلومات لري او د څرنګوالي په اړه‌ یې څېړنه کوي.
د امریکا د فاکس نیوز ټلوېزیون د رپوټ له مخې، ایران د منځني واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی چې لږ تر لږه ۹۵۰ کیلو متره واټن‌ یې وهلی او چاودېدلی دی. دا ازموینه د تهران په ختیځ کې تر سره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ‎لیک له ایران سره د نړیوالو تر اټومي موافقې وروسته صادر شو چې د اتو کلونو لپاره ‌يې پر ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینې بندیز لګولی دی.