ته!

ته نه وې له تانه مې ګیلې وکړې
ځانته مې تنها د درد کیسې,وکړې

ښه به پوهیدم چې بیابه نه راځې
څومره به د کلکې که وعدې وکړې

ته چې تللې هیڅ غږ مې ونه کاوه
زړه مې در پسې بلې لمبې وکړې

زه به غږیدمه دا به چوپه وه
زه چوپ وم خبرې نن هغې وکړې

بورې مورکۍ بیا اسمان ته وکتل
څوک وریاد سول چاته یې ښیرې وکړې

درد نه مې خبر ندي خو دا وایي
یاره !عمرخیل سختې مزې وکړې

1395 میزان
کابل