طبیعي پېښې او حکومتي غبرګون

حکومتي چارواکي د واورو او بارانونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو رپوټونه ورکوي. له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د ژمي له پيله تر اوسه د واورې او باران د ورښت له امله ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي. بل پلو اجرائیه رییس هم له زیانمنو خلکو سره د بشري مرستو په برخو کې د چمتووالي خبر ورکوي، خو وایي چې دا مهال نیم میليون خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
له بده مرغه  لا هم زموږ حکومتي چارواکي او اړوندې ادارې د مسوولو ادارو پر ځای تر ډېره د خبریالانو دنده پر مخ وړي. دوی یوازې د مرګ ژوبلې او نورو زیانونو شمېرې خپروي او له دې پرته یې کارونه هغسې اغېزناک نه دي چې له دولتي ادارو یې تمه کېږي. له طبیعي پېښو سره د مبارزې اړوندې ادارې نه د طبیعي پېښو د مخنیوي او یا یې د زیانونو د کمولو لپاره کارنده ګامونه پورته کوي او نه هم له پېښو وروسته اړو او زیانمن شوو کسانو ته وړ مرستې ور رسولی شي. له همدې امله لا هم طبیعي پېښې زموږ په هېواد کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي او له پېښو وروسته هم خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
اوس دا دی اجرائیه رییس هم له خپله اړخه د خبریال دنده اجرا کوي. د حکومتي چارواکي کار دا نه دی چې یوازې شمېرې خپرې کړي، له خپله اړخه باید عملي ګامونه واخلي او هغه عملي ګامونه باید بیا له ولس سره شریک کړي. د ډاکټر عبدالله په څېر په مزو کې غرق چارواکي به په واورو او بارانونو کې د را ګير شوو ښځو او ماشومانو له حالته څه خبر شي!؟ دوی خپله هېڅ ستونزه نه لري، د دوی کورنۍ یې نه لري، د دوی خپلوان یې نه لري، نو طبیعي ده چې د ولس درد به د دوی درد نه وي. دوی لا هم د ولس پر ځای په دې غم کې دي چې څنګه لا زیاتې څوکۍ نیولی شي، څنګه سلاکاران زیاتولی شي او څنګه خپل واک غځولی شي. که ډاکټر عبدالله او یا ولسمشر رښتیا هم د ولس په درد دردیږي، هغه پیسې چې پر بې سواده او نیم سواده سلاکارانو لګوي، په کار ده چې هغه پیسې د دغه مظلوم ولس لپاره د ژوند ښه کولو په برخه کې ولګول شي. له بده مرغه دلته خو لا له چارواکو سره دا فکر نشته، ان له ځینو چارواکي سره دا فکر هم دی چې څنګه له دغو مظلومو او بحران ځپلو خلکو سره کېدونکې مرستې ووهي او غلا یې کړي. پخوا هم له بحران ځپلو سره مرستې شوې پیسې غلا شوې اوس هم په دې برخه کې روڼتیا نشته او په راتلونکې کې هم داسې څه نه تر سترګو کېږي چې بحران ځپلو خلکو ته دې پوره پام وشي.
دغه حالت رښتیا هم دردوونکی دی، د ولس او چارواکو تر منځ واټن خورا زیات دی او ورځ تر بلې زیاتېږي. دا چاره مخامخ پر امنیت او ثبات اغېز کوي او د نا امنۍ او بې ثباتۍ زیان هم یوازې ولس ویني.