ټرمپ ته په ځواب امريکايي شرکت د ۱۰ زرو کډوالو ګومارلو اعلان وکړ

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د اوو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د تګ د بندیز په غبرګون کې امریکايي شرکت «سټاربکس» تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د ۱۰٫۰۰۰ کډوالو ګومارلو ژمنه کړې ده.
د دغه شرکت اجرایوي مشر هاوارډ مسټر چلټز خپلو کارکوونکو ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، د ولسمشر امر د اندېښنې، تعجب او مخالفت لامل ګرځېدلی.
شرکت وايي، د ګومارلو چارې به په امریکا کې پیلېږي او پر هغو خلکو ته ډېر تمرکز کېږي چې په پوځ کې یې خدمت کړی یا د پوځ ملاتړ کوي.
ښاغلی چلټز هغه وروستی امریکایی مشر دی چې د کډوالو پر بندیز یې نیوکه کړې ده.
د سیلیکان درې او فیسبوک شرکتونو په ګډون، ګوګل او ټیلسا هم په ډاګه په خبرپاڼو کې د ټرمپ د فرمان پر وړاندې غبرګون ښودلی او ایربي ان بي بیا هغو خلکو ته د وړیا اوسېدو اسانتیا رامنځ ته کولو د اسانتیا اعلان کړی چې د ټرمپ د بندیز له کبله امریکا ته د سفر د محدودیت له کبله اغېزمن شوي دي.
د تېرې جمعې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان له لارې امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه او امریکا کې یې د کډوالو پروګرام د ۱۲۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
ښاغلي چلټز د کارکوونکو په تړاو "ژوره اندېښنه" ښودلې او وايي چې د زړه له تله یې د کډوالو د ګومارلو ټینګه ژمنه کړې ده. دی زیاتوي، غواړي چې د شرکت چارې ونه درېږي.
نوموړی وايي، د ګومارلو دا ژمنه د هغو کسانو لپاره یو ښه فرصت او هرکلی دی چې له جګړو، تاوتریخوالو او تبعیض نه تښتېدلي او د کاروبار موندلو په لټه کې دي.
سټاربکس د نړۍ په ۷۵ هېوادونو کې تر ۲۵٫۰۰۰ ډېر خرڅلاوځایونه لري.