
د برېټانیا لومړۍ وزیرې ترېزا مې د انقرې د سفر په لړ کې له ترکیې سره د جنګي الوتکو د ۱۲۵ میلیارده ډالرو موافقه لاسلیک کړه.
مېرمن مې وړمه ورځ په انقره کې له ولسمشر طیب اردوغان سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې ترکیه د بریتانیا یو پخوانی دوست هېواد وباله. دې د ترکیې حکومت پر ضد د تېر کال کودتا او د بشري حقونو د درناوي یادونه وکړه.
مېرمن مې وویل: "ویاړم چې برېټانیا د تېر کال د جولای په ۱۵مه له تاسو سره د ډیموکراسۍ په ملاتړ کې ودرېده او اوس مهمه دا ده چې ترکیه دا ولسواکي د قانون د حاکمیت په ساتنې سره خوندي کړي او د بشري حقونو برخه کې خپلې نړیوالې ژمنې هماغسې چې حکومت وايي، اجرا کړي."
د بشري حقونو ځینو ډلو او لوېدیځو سیاستوالو د کودتا پر وړاندې د ترکیې حکومت ځواب او عکسالعمل غندلی دی. له کودتا وروسته نږدې ۴۰ زره تنه بندیان شوي دي.