
په کابل کې د انګلستان سفیر وايي، له افغانستان سره د کېدونکو مرستو یوه برخه د فساد له امله ضایع کېږي.
ډامنیک جرمي د فساد ضد عدلي او قضايي نوي مرکز پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال له فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي څو مرسته شوې پیسې پر ټاکلي هدف ولګوي.
بل پلو افغان چارواکي په دولتي ادارو کې فساد مني خو وايي چې د فساد ضد مبارزې په برخه کې جدي اقدامات پیل کړي.
دا په کابل کې د فساد ضد عدلي او قضايي مرکز نوې ودانۍ ده چې د انګليستان له لوري د یو اعشاریه پنځه ميلیونه یورو په مرسته جوړه شوې.
د همدې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې چې افغان چارواکو هم ګډون کړی و، د انګليستان سفیر وايي چې د دغه مرکز له جوړېدو څخه یې هدف د هغو افغان چارواکو محاکمه کول دي چې په فساد کې لاس لري.
ډامنیک جرمي وایي، هغه منابع او مرستې چې له افغانستان سره کېږي یوه برخه یې د فاسدو چارواکو لاس ته ورځي او له افغان حکومت څخه د فساد ضد مبارزه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
جرمي زیاته کړې: ((زموږ لپاره د فساد پر ضد مبارزه ډېره مهمه ده، موږ ګورو کومې منابع او مرستې چې له افغانستان سره کېږي د فساد له امله ضایع کېږي او د فاسدو چارواکو لاس ته ورځي، له افغان دولت څخه مو تمه دا ده چې دا مرستې پر ځای ولګوي او د فساد ضد مبارزه کې جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.))
افغان چارواکي وايي چې د عدلي او قضايي مرکز د کار له پیل څخه تر دې مهاله د فساد په کچه کې کموالی راغلی دی.
مسوولان وايي، په وروستیو وختونو کې یې د څارنوالو په شمول ګڼ چارواکي د فساد په تور محاکمه کړي دي.
په کابل کې د انګليستان سفیر داسې مهال د فاسدو چارواکو لاس ته د مرسته شوو پیسو له ورتلو اندېښنه ښيي چې شنونکي وايي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په برخه کې ډېر فساد په خپله بهرنیانو کړی او ډېرې دغه پیسې یې بېرته بهر ته انتقال کړې دي.