د امریکا فېدرالي محکمې د کډوالو په تړاو د ټرمپ پرېکړه ځنډولې

د امریکا متحده ایالتونو فېدرالي محکمې د ډونلډ ټرمپ د وروستي فرمان له مخې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې د اوو مسلمانو هېوادونو د ۱۰۰ او ۲۰۰ ترمنځ وګړو د نیولو د لړۍ درولو امر کړی.
د امریکا د مدني ازادیو ټولنې د شنبې په ورځ د ټرمپ د فرمان په غبرګون کې د هغه پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی و. دغه ټولنه وايي، چې د فېدرالي محکمې قاضۍ امر کړی چې د ټرمپ د فرمان پربنسټ نیول شوي کسان باید خوندي وساتل شي او خپلو هېوادونو ته وا نه ستول شي.
دغې ټولنې اټکل کړی چې د ټرمپ د فرمان تر صادرېدو وروسته له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې کسان د امریکا په هوايي ډګرونو یا ټرانزیټ ځایونو کې نیول شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ امر وکړ چې "د امریکا د خوندیتوب لپاره د ترهګریزو بریدونو په مبارزه کې" باید امریکا ته د څلورو میاشتو لپاره د اوو هېوادونو وګړي پرې نه ښودل شي. تر ډېره دغه هېوادونه مسلمانان دي.
د محکمې پرېکړه داسې مهال خپره شوې، چې د امریکا په ګڼو هوايي ډګرونو کې سلګونو کسانو د کډوالو د بندیز په اړه د ټرمپ د تګلارې پرضد لاریونونه وکړل.
په دې فرمان کې د دریو میاشتو لپاره د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن وګړو ته امریکا ته په ننوتلو بندیز لګول شوی.
همداشان، د کډوالو د منلو پروګرام هم د ۱۲۰ ورځو لپاره په بشپړه توګه ځنډول شوی او امریکا ته د سوري کډوالو د ننوتلو بندیز تر دویم امر پورې ځنډول شوی.
د فیدرالي قاضۍ ان ډونلي د امر پر بنسټ، امریکايي چارواکو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې قبول شوي کډوال یا هغه چې باوري وېزې لري او په قانوني توګه امریکا ته داخل شوي بېرته ستانه کړي.