کاناډا هغو کډوالو ته پناه ورکوي چې امریکا رد کړي دي

د کاناډا لومړی وزیر جسټېن ترودو هغو کډوالو او پناه غوښتونکو ته چې امریکا ته له داخلېدو منع شوي، بلنه ورکړه چې کاناډا ته ورشي. ترودو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر کډوالو د مؤقت بندیز په غبرګون کې وویل: "هغو کسانو ته چې د تعقیب، ترور او جنګ له لاسه تښتي کاناډا ستاسو عقیدې ته له پامه پرته هرکلی وايي."
ده زیاته کړې د نړۍ هېوادونه د هغو خلکو پر وړاندې مسوولیت لري چې له جګړو تښتي او سوله ییز ژوند غوره کوي.
نوموړي ویلي، په پام کې لري چې له ټرمپ سره د کاناډا د مهاجرت د پالېسۍ د بریالیتوب په اړه خبرې وکړي.
کاناډا یو له هغو هېوادونو دی چې هر کال زرګونه کډوال د نړۍ له ګوټ ګوټ ورځي او ددغه هېواد حکومت ورته د ژوند زمینه برابروي. ټروډو همدا راز له خلکو غوښتي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته دې سپکاوی نه کوي ځکه هغه د یوه هېواد ولسمشر دی او د کاناډا خلکو ته نه ښايي چې هغه ته سپکاوی وکړي.