ککړ چاپيريال زموږ د ټولنې او خلکو يوه بله ستونزه ده چې په دې وروستيو کلونو کې يې زور موندلی او خلکو ته يې دسالم ژوند ساحه تنګه کړې ده .
په هيواد کې د ناپاکه چاپيريال له کبله زيږيدلې ستونزې ډيری په لويو ښارونو او هغو سيمو کې تر سترګو کيږي چې د ډير نفوس درلودونکې دي، په تيره بيا دغه ستونزه د هيواد په مرکز کابل ښار کې ډيره زياته ده .
په وروستيو کلونو کې د کابل پر ښار د هيواد له نورو ولايتونو څخه د خلکو بې کنټروله راتګ او دا چې د ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ کاله د کابل ښار د نفوسو زياتيدل له ۲ مليونو نه ۵ مليونه ته په خپله يوه حيرانوونکې خبره ده .
دا څرګند حقيقت دی چې د نفوسو له زياتوالي سره، ځينې ستونزې لکه د کثافاتو ډيريدل د نقليه وسايطو بيروبار، په ښار کې د ګرد او دود زياتوالی ټول د يوه ناسالمه چاپيريال د رامنځ ته کيدو زمينه برابروي.
زمونږ د پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي پرابلومونه او ستونزې جوړوي.
د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى.
پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي.
چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو
( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري.
زموږ په ټولنه كې هم دا ستونزه په يوه اساسي او دپام وړ مسلې اوښتې ده ، په تيره بيا په كابل ښار كې چاپيريال دومره ككړ او غير صحي دى، چې ځينې وخت خو په ډيره كمه فاصله كې د موټرو ډريوران په دې نه توانيږي ، چې مقابل لورى وويني .
دغه راز په سلوكې د شپږو په شاوخواکې خلك د ژمي په موسم كې د خپلو كورونو د تودوخې د تامين لپاره برقي او بريښنايي انرژيوته لاسرسي لري او پاتې نوريې د حرارت او تودوخې د تامين په برخه كې له جدي ستونزو سره مخ دي او په معمولي توګه له لرګيو، فوسيلي موادو، تيلو او غازو څخه استفاده كوي، چې په نتيجه كې يې په ښارونوكې د چاپيريال د ككړتيا زمينه برابرېږي .
كه چېرې د افغانستان په كچه د يوه لوى او سترمثال په توګه له كابل ښاره يادونه وكړو، ليدل كېږي، چې نه يوازې په سلهاوو زره نقليه وسيلې په ورځېنۍ كچه په ټنونو زهري ګازات فضا ته استوي، بلكې وړې او غټې كارخانې، داشونه د خښتو بټۍ ، بدرفتونه اود كاناليزاسيون نه موجوديت هم د چاپيريال په ككړولو كې خورا زياته ونډه لري .
د هوا د ككړتيا په سلو ۷۰ لامل د هغو ناسوځنده موادو په سبب دي چې له موټرو د باندې وځي او په فضا كې معلق پاتې كېږي .
د افغانستان ښكلى چاپيريال، چې پخوا يې د توريزم له نظره د زياتو نړيوالو سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړولې وه او له دې لارې هيواد ته ډير عايدات تر لاسه كيدل، اوس يې د چاپيريال د تخريب او ويجاړيدنې او دامنيت د ناډاډمن حالت په صورت كې دا ارزښت او اهميت په بشپړه توګه له لاسه وركړى دى.
ښارونو ته د خلكو د زيات بهير د راماتيدو، داستو ګنې لپاره دمناسبو كورونو كمښت او دښاروالۍ دخدمتونو نشتوالى، په ښارونو كې د خلكو ګڼه ګوڼه او تر څنګ يې د نقليه وسايلو د زياتوالي له امله د هوا او اوبو د ككړتيا او داسې نورو بې شميره ستونزو په خپل ځاى د ژوند چاپيريال له ډير ناوړه حالت سره مخامخ كړى دى.
د يو ملت داستو ګنو د ژوند د چاپيريال ساتنه تر هر څه لومړى د هغوى خپله لومړنۍ او اساسي دنده ګڼل كيږي، ځكه چې انسان په خپله د ژوند د چاپيريال د تخريب او هم يې د ساتنې، بيارغونې او ښېرازه كولو په چارو كې بنسټيز نقش لري. نو همدې ټكي ته په پاملرنې موږ د خپل هيواد د ژوند د چاپيريال د ويجاړيدنې د مخنيوي لپاره تر هر څه لومړى په ملي سطحه د ژوند د چاپيريال ساتنې د فعالو ارګانونو او ادارو د موجوديت اړتيا احساسوو، چې د اجراآتو لپاره لازم قوانين او لايحې ولري، چې دا د دولت دنده او مسووليت دى او همداشان د ټولنې د استوګنو وګړو دنده ده ، چې د خپل چاپيريال په ساتنه کې له ښاروالۍ او نورو اړوندو چارواکو سره مرسته وکړي.
وروستي