د دې ترڅنګ د کابل طبي انستيتيوت مجهز لابراتوارونه سمعي او بصري مواد يې يا چور او يا هم له منځه يووړل شول او په دغه انستيتيوت کې هم تر مختلفو عنوانونو لاندې شپږ زره کتابونه د جګړې د طاعون ښکار شول.
هغه موزيم چې تر پنځوسو زرو کلونو پورې تاريخي اثار په کې موجود وو چې شمېر يې له سلو زرو څخه ډېر وو، پر سيمه ييزو موزيمونو هم همدغه حال راغی ، پر ملي ګالري او ملي ارشيف هم يرغل وشو.
د ليکوالانو ټولنې دوه لکه او پنځوس زره کتابونه چې په کتاب پلورنځيو کې خوندي وو، وسوځول شول.
همدا ډول د بهيقي کتاب خپرولو مؤسسې په کتاب پلورنځيو کې تقريباً دوه ميليونه جلده کتابونه يا وسوځېدل يا غلا شول.
د ارګ کتابتون چې د ځينو مهمو خطي نسخو درلودونکی وو هم چور شو.
د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې هم همدا ډول ناتار وشو، د کابل نندارې په سيمه کې چې د افغانستان د لاسي صنايعو، قيمتي ډبرو او نور پنځلس ښکلي نندارتونونه موجود وو، هغه هم يا چور شول او يا وسوځېدل.
همداسې په ټول هيواد کې شخصي کتابتونونو هم زيان وليده، د اسلامي او ملي اتلانو څلي ړنګ شول، ټولنه په ذهني ډول ووېشل شوه.
د هيواد د ټولنې فرهنګي شتمنۍ د اکثرا برخو له لاسه ورکولو وروسته لا هم زموږ د هيواد د پرديو تر فرهنګي يرغل لاندې ډېر څه نور له لاسه ورکړل، زموږ هيواد په اقتصادي لحاظ په يو تړلي هيواد بدل شو.
نه مو طبيعي سرچېنې استخراج شوې، نه مو سالم تجارت او زراعت ته مخه کړه، نه مو هيواد صنعتي شو او نه مو هم نورې مهمې اړتياوې او غوښتنې ترسره شوې.
د شرقي کلتور له واردولو وروسته چې هغه ماتې وخوړه ، نو غربي فرهنګ ترويج شو چې زمونږ پر اصلي کلتور د باندې شو ، هغه ناوړه پدېدې ، لکه: رشوت، اختلاس، غلا، د مخدره توکو استعمال او کرکيله، د يو حقوقي نظام نه شتون ، عدالت ته د خلکو نه لاسرسی، کينه، کرکه، ځان پالنه، ترور، شخصيت وژنه، دروغ او داسې نور په ټولنه کې مروج شول.
نو خبره داده چې زمونږ په هيواد کې زمونږ اسلامي او ملي فرهنګ ته څومره لوی زيان رسېدلی دی؟