کرونا بيولوژيکي خو سياسي ناروغي 

مخکې له دې چې کرونا ويروس افغانستان ته راشي، په دومره ستره کچه تبليع ورته وشو چې د هر وګړي ذهن يې نا ارامه کړ، روح او روان يې وځپل شول.

د ټولنيزو رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې کرونا مطلق د مرګ په معنى خلکو ته معرفي شوه. 

همدغه تبليع ستره ويره خوره کړه ، مخکې له دې چې کرونا راشي او يا څوک ونيسي خلک مخکې له مخکې ذهناً  ناروغ شول، دا تبليع کليو، بانډو، جوماتونو، حجرو، سپين ږيرو، بوډاګانو او هر فرد فرد ته ورسيد.

د کرونا تبليع او په افغانستان کې د رسنيو له لارې په هر خبري سرويس کې د نړۍ درې څلور خبرونه نشريدل ، د خبرونو سرټکۍ همدا وه چې پلاني هيواد کې د کرونا له امله دومره سوه کسانو ژوند بايلود.

ماته دا خبرونه او راپورونه پروژوي ښکاريدل ، او اوس مې هغه شک ورځ تربلې په يقين بدليږي، ځکه کرونا داسې رامعرفي کيده چې: 

کرونا يعنې مرګ! 
تاريخ به دا ثابته هم کړي چې کرونا ويروس چا جوړ کړ؟ ولې؟ د چا لپاره؟ څه ډول يې سرايت وکړ؟  د کومو لارو؟ او د کومو اهدافو لپاره!  

داسې ګټه او داسې پيسې دې ورکې شي چې انسانان پرې وژل کيږي او يا پرې ځورول کيږي. 

په هغه لومړيو کې خو ما کوم د ډاډ ، وقايې او رغونې درملو په اړه هيڅ راپور ونه ليده او نه واوريده.

بس کوښښ روان وو چې څوک څومره زر کولى شي ، خلک و ويروي او د کرونا مرګ په ذهن کې ورپيچکاري کړي.

ددې ويروس په وقايه، او ولس ته د ډاډ په موخه هيڅ نه ويل کيدل، ان د روغتيا وزير فيروز، مخکې له مخکې وويل چې افغانستان کې به لکونه خلک ونيسي. 

( کرونا د انسانانو په لاس جوړ شوى وژونکى ويروس دى)   
چې موخو ته د رسيدو لپاره وکارول شو.
کرونا کاملا يوه سياسي ناروغي ښکاري، د سر سړي يې ښکار کړل، خلک يې مصروف کړل، کرنتين دود شو، حال داچې پخوا کرنتين چا نه پيژانده.

ددې ترڅنګ اسلامي مقدسات، رواجونو او افغاني کلتور هم سخته ضربه وليده ، حجره ، جومات، جرګه، مرکه او د جمعې په مونځونو، غونډو او د خلکو په راټوليدنه يې خورا بده اغيزه وکړه.

اوس د کرونا لپاره واکسين او دوا هم جوړيږي چې دابه بيا نور ډير بد حيرانونکي ابعاد هم ولري.
څوک به فلج ، څوک به ړوند، ګونګ او څوک به په پښو شهل، څوک به شنډ او څوک به ترمرګه اختياج کړي.

يواځې هغه قوم چې وژل کيږو ، تباه کيږو د انسانيت خبره هم کوو ، مونږ د انسانيت خبره له زړه کوو، ولې پردي خلک يې د شعار په توګه کاروي. 

په دا ډول کړنو او پروژو راتلونکى نسل تباه، اختياج او مختاج دى، غربت به اخيري حد ته ورسيږي، چاته به خوراک هم نه پيداکيږي، په دې اړه دې حکومتي مشران متوجه وي، بايد د دا ډول کړنو مخه ونيـسي. 

د همدې کرونا په اړه څو هيوادونو کې له پيله تبليع بند شو چې پايله يې مثبته وه، او هغو هيوادونو وويل چې که د کرونا په اړه چا خبرې وکړي سخت به مجازات شي او بندي به شي، دوى په دې پوهيدلي وو چې خبره اصلا څه دي؟ 

مونږ هم دژوند کولو حق لرو، د اوبو څښلو او پاکې هوا د تنفس حق لرو ، خو بدبختنا د مرګ په بسترو تږي پراته يو چې طبيب مو د تندي ماتولو او سړو اوبو راکولو پرځاى په ډير احترام ، شفقت او مينه د زهرو ډک ګيلاس راکوي.

مونږ مننه ترې کوو او دوعا هم ورته کوو ، لږ شيبه وروسته مو بيا په جوماتونو کې د مړينې او جنازې اعلان کيږي. 

د حکومت د سر سړي مو بايد غم وکړي او د پرديو لخوا: 
د انسانانو د وژلو، ځورولو، او په انسانانو د ريشخند او تحقيق کولو، په ځانګړې توګه د افغانانو د قوت، ايماندارۍ، زور او غرور ماتولو، معلومولو د فرهنګ او اسلامي ارزښتونو د له مينځه وړلو پروژو د پلي کولو مخه بايد ونيسي.

د يو افغان او مسلمان ځوان عاشق الله اخلاص يار لخوا يو تريخ حقيقت درسره شريک شو ، هيله ده چې دا ډول توطيو، دسيسو او کړنو ته متوجه و اوسو، مخه يې ونيسو، په سپي منډې ونه وهو، اول غوږ وګورو.

غازي امان الله خان هم د داډول ستونزو سره مخ وو ، کله به بغدادي پير ورته راپيدا شو او کله به ډيويډ جونز شو ، خو غازي کلکه مبارزه کوله ، د پرديو د داډول کړنو په مقابل کې لکه غر ولاړ وو.

اوس هم هغه خلک يو ، بايد پلټنه وکړو ، د افترا خبرونو ته ارزښت ورنکړو ، اوس چې دورځې سل او زر وژل کيږو څوک مو خبرونه هم نه خپروي. 

اهداف تر لاسه شول ، پيسې بندې شوې ، نور ددې ضرورت نشته چې د کرونا په اړه ټولنيزې رسنۍ او شبکې وغږيږي.