ملګري ملتونه د افغان سولې په تړاو سیمه ییز کنفرانس جوړوي

ملګري ملتونه د افغان ستونزې په تړاو د سیمې په کچه یو کنفرانس جوړوي، چې په دغه کنفرانس کې د روسیې او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال په کابل کې له اجراییه رییس سره په کتنه کې ویلي، نړيوال هڅه کوي له افغانستان او د سيمې له هېوادونو سره د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال «ميروسلاف ينچا» د افغانستان اجرایه رییس سره په کتنه کې د ملګرو-ملتونو له خوا د دغه سيمه ييز کنفرانس د جوړېدو په اړه خبر ورکړ.
اجرایه ریاست وايي چې ميروسلاف ينچا په وروستيو کې په کابل کې له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وويل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دې کنفرانس په جوړېدو کې همکاري وکړي.
د اجرایه ریاست ویاند وايي ملګري ملتونه هڅه کوي جې يو سيمه ييز کنفرانس جوړ کړي او په دې کنفرانس کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د امريکا متحده ايالات، اروپايي ټولنه، بريتانيا، هند او روسيه هم په کې برخه ولري.
لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا به دغه کنفرانس کله او چېرې جوړېږي.
تر دې مخکې د افغانستان جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په کتنه کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان د سيمې د عمده مسايلو په باب د ګډو تصاميمو او بحث لپاره يو کنفرانس راوبولي چې د سيمې هېوادونه يې برخه وال وي.
په همدې حال کې د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ميروسلاف ينچا د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل څلور-ورځني سفر په پاى کې وويل چې دغه سازمان به له افغانستان او افغانانو سره ژمن وي.
د ملګروملتونو د سياسي دفتر يا يوناما په اعلاميه کې د ينچا په حواله راغلي چې ويلي يې دي، ملګري ملتونه تيار دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هرې پروسې ملاتړ وکړي.
په هالنډ کې مېشت پخوانى ډيپلومات او سياسي تحليلګر حبيب منګل وايي، په جوړېدونکي منطقوي کنفرانس کې بايد له پاکستانه غوښتنه وشي چې په خپله خاوره کې د سخت دريځو وسله والو د پناه ځايونو د منځه وړلو اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه: "په دغه کنفرانس کې دې د افغانستان د سولې او د ترورېزم په وړاندې د مبازې لپاره جدي پرېکړې وشي، ملګري ملتونه دې له پاکستانه وغواړي، د طالبانو مرکزونه چې په افغانستان کې تروريستي حملې کوي، له منځه يوسي، له کراتو-کراتو غوښتنې سره پاکستان دا کار نه دى کړى، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ترورېزم ضد د ملګرو ملتونو له خوا ټول تصويب شوي پرېکړه ليکونه دې په عمل کې پلي شي."
د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال افغانستان ته د سفر پر مهال د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر څنګ د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني، له ځينو نورو دولتي چارواکو، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له نويو کمېشنرانو او د ښځو له فعالانو سره هم کتلي دي.