
داسې ښکاري چې کابل او اسلام اباد یو ځل بیا خبرې پیلوي او سره نږدې کېږي. دواړه لوري ټینګار کوي چې ښې اړیکې یې مجبوریت دی؛ نو ځکه غواړي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دغه ځل برېټانیا د دې دواړو هېوادونو تر منځ منځګړی رول لوبوي. په همدې تړاو په کابل کې د برېټانيا سفير وايي، هېواد يې غواړي چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول ولوبوي. په کابل کې د برېټانیا سفارت وايي سفير ډومينيک جرمي اسلام اباد ته تللی او هلته یې په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير نوازشريف له سلاکار سرتاج عزيز سره لیدلي دي. سرچینه وايي چې د دې ليدنې پر مهال سرتاج عزيز ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد بريالۍ مبارزه کړې او غواړي چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره هم کار وکړي، څو په سيمه کې سوله او ثبات رامنځته شي. له دې سره ځینو افغان چارواکو هم هیله ښودلې چې پاکستان به د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته وکړي او له خپله اړخه یې ډاډ ورکړی دی.
پاکستان رښتیا له افغانستان سره دغه ځل رښتینې مرسته کوي او که بیا کومه لوبه کوي؟
هېڅ داسې کوم بدلون او مجبوریت نشته چې له مخې دې یې پاکستان اړ شي چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي، له همدې امله داسې نه ښکاري چې پاکستان دې دغه ځل هم رښتیا له افغانستان سره مرسته وکړي. له همدې امله د پاکستان دریځ لا هم پخوانی دریځ دی او تر هغو به دوام کوي چې یا اړ نه شي او یا هم کوم بل داسې بدلون رامنځته شي چې له مخې یې پاکستان خپل دریځ بدل کړي. اوس چې یو ځل بیا غواړي له افغان حکومت سره نږدې شي او په دې چاره کې خپل ژور، زوړ او ستراتیژیک دوست انګلیستان د منځګړي په توګه را مخکې کوي، د بحث وړ موضوع ده.
په امریکا کې نوی ولسمشر راغلی، لا څرګنده نه ده چې ډونالډ ټرمپ به له افغان جګړې سره څه کوي او له پاکستان سره به یې چلند څه وي. ټرمپ د پاکستان په اړه د خپل کمپاین پر مهال توندې خبرې کړې دي، له همدې امله ښکاري چې پاکستان تر فشار لاندې دی او پاکستاني چارواکي دغه حالت درک کوي. له همدې امله د ټرمپ له خوا د ځینو ګامونو له پورته کولو او عملي فشار مخکې غواړي، وښيي چې په افغانستان کې له امن او ثبات سره مرسته کوي. له همدې امله یې دغه نوې هڅې پیل کړې دي. دوی فکر کوي چې په دې ډول به بیا لوبه وکړي او فشار به کم کړي. دا چې برېټانویان ولې دغه ځل را مخکې شوې دي، دا هم د پاکستان او برېټانیا ژورو اړیکو ته ور ګرځي. له دې امله چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ډېرې خرابې دي، نو یو منځګړي ته اړتیا ده چې دواړه لوري سره نږدې کړي. له همدې امله برېټانیا له پاکستان سره مرسته کوي چې د امریکا د نوي ولسمشر له فشارونو ځان خلاص کړي. پر همدې بنسټ پاکستان لا هم په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ځای د ځان ژغورنې په فکر کې دی.