ملالې یوسفزۍ د کډوالو په اړه د ټرمپ پر سیاست نیوکه وکړه

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ امریکا ته د سوریې او نورو اسلامي هېوادونو د کډوالو پر بندیز د ټرمپ پر سیاستونو انتقاد وکړ.
ملالۍ یوسفزۍ په دې اړه ویلي:«زما زړه مات شو چې ولسمشر ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازه تړي چې له جګړو او ناخوالو تښتي او امریکا د کډوالو او پناه غوښتونکو د هرکلي په برخه کي خپل ویاړلي تاریخ ته شا وګرځوله.»
ملاله یوسفزۍ چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په پښتونخواه کې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت کاوه د وسله والو طالبانو له لوري پر سر وویشتل شوه، خو تر اوږدې مودې درملنې وروسته یې بېرته خپلې لارې ته دوام ورکړ او په نړۍ کې تر ټولو ځوانه د نوبل جایزه ګټونکې شوه.
د ملالې په وینا، امریکا نن هغه کسان منع کوي چې د هغه هېواد په جوړولو کې یې مرسته کړې ده او حاضر دي چې د یوه نوي ژوند چانس ورکولو په بدل کې سخت کار وکړي.
دې د امریکا پر ولسمشر غږ وکړ چې د نړۍ ترټولو بې دفاع ماشومانو او کورنیو ته شا ونه ګرځوي.