طالبان، او په هیواد کې یې مالي سرچینې!

د خوست ولایت د قلندر ولسوال لخوا طالبانو ته د سپېڅلو او ښوو خلکو خطاب کول زما لپاره د حیرانتیا خبره نه ده!
د کلونو راهیسې ویل کیږي چې ډیر شمېر والیان، ولسوالان او قوماندان له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري؛ او په ولایتونو ولسوالیانو او آن په کلو کې هم د دوی تر منځ ګټې وېشل شوي دي.
ځيني قوماندانان او والیان د ځان ساتنې لپاره له طالبانو سره مرسته کوي، ویل کیږي ځیني ولسوالان اوجګپوړي دولتي چارواکي په دولتي څوکیو ناست د طالبانو ویاندويي او پلوي کوي!
همدارنګه مخابراتي شرکتونه په لیرې پرتو سیمو کې د خپلو مخابراتي پاېیو د ساتنې لپاره طالبانو ته میاشتنۍ پیسې ورکوي!
د نیويارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د عایداتو په اړه نوي معلومات خپاره شوي دي.
په دې رېپوټ کې د طالبانو د بهرنیو مالي سرچینو سربېره د سترو کورنیو عایداتو په اړه هم جزییات وړاندې شوي دي.
د دې رېپوټ له مخې طالبان د خپلو عایداتو لویه برخه په ځینو ولایتونو کې له دولتي برېښنا، تیلو، غنمو، د ودونو له محفلونو، د میوو او ترکاريو له لارېیو، د دوی له پوستو د تېرېدونکو موټرو او د ځينو خیالي ښوونکو په نوم له دولتي معاشونو څخه تر لاسه کوي!
موږ په هیواد کې د ټولو نا امنیو، ګډوډیېو او بد مرغیېو پړه په ډیرې اسانۍ سره په بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو ور اچوو.
امنیتي چارواکي، مسؤلین او ولسمشر هم د دښمن، طالب، ترهګر او ګاوڼډي په نوم خپله غاړه خلاصوي.
ښکاره ده، ځیني ګاونډيان او بهرنیان د افغانستان په نا امنیو کې لوی لاس لري؛ له بده مرغه د هیواد د نا امنیو تر شا ځیني کورني لاسونه هم شته!
ښه! که په افغانستان کې د پاکستان مداخلو او د ختیځ او لوېدیځ سیاسي لوبو د محوه کولو په وړاندې ناتوانه یو، طالبانو سره د اسلامي هیوادونو د مرستو مخنیوی نه شو کولی؛ نو په هیواد کې دننه ولې د دې ډلې د لویو مالي سرچینو مخه نه نیسو؟
له کلونو راهیسې طالبان په افغانستان کې د مخدره توکو له کښت او قاچاق څخه پيسې تر لاسه کوي.
د کانونوغیر قانوني استخراج او قاچاق د دوی د مالیاتو لویه برخه جوړوي حکومت یې تر اوسه د مخنیوي لپاره هیڅ هم نه دي کړي.
یوازې په تېرمیلادي کال کې طالبانو د مخدره توکو او د کانونو له قاچاق څخه ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړي دي.
د حشر او زکات په نوم له هیوادوالو پيسې ټولېږي؛ تر اوسه کوم والي او ولسوال یې د مخنیوي لپاره اقدام کړی دی؟
د نیو یارک ټایمز د رېپوټ له مخې طالبانو یوازې د کندهار په کجکې ولسوالۍ کې هر کال د کور پر سر له ۶۰ نیولی تر ۱۵۰ امریکايي ډالرو پورې د بریښنا د لګښت پیسې اخلي، د بدخشان له بزګرو څخه د کچالانو د حاصلاتو پر سر پيسې ټولوي او له هر بزګر څخه تر ۲۲۰ پونډه کچالان هم غونډ شوي دي، همدارنګه د دې ولایت له اوسېدونکو څخه د اوبو مالیه هم اخیستل کیږي.
اوسمهال د کندز له ۱۴۰۰۰ کورونو څخه هره میاشت ۲۰۰ زره امریکايي ډالره د بریښنا د لګښت پیسې ټولیږي، لیرې نه د پلازمینې کابل په شمالي برخو کې طالبان د ترکاريېو او میوو له لاریېو څخه مالیه اخلي!!! د خیالي سرتیرو په نوم د لسګونو کسانو د معاشونو په اړه هم کره معلومات نشته، امکان لري د دې سرتیرو په نوم پيسې هم طالبانوته ورځي.
خو په دې اړه حکومت څه کړي؟ په هیواد کې دننه د طالبانود سترو مالي سرچینو د برابریدو، زمینه جوړونکي څوک دي؟؟
د قلندر ولسوال په څیر ډیر نور چارواکي هم سپیڅلو طالبانو ته دوه لاسي سلامونو ورکوي، د فعالیت زمینې یې برابروي او خدمت یې کوي!
د طالبانو د مالي سرچینوله کمزورتیا سره دا ډله هم فلج کیدای شي، په تېره بیا په داسې حال کې چې ویل کیږي اوسمهال پاکستان، سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو له طالبانو سره مالي مرستې بندې کړي دي.
که مرکزي اداره او مسؤلین په هیواد کې دننه د طالبانو د مالي عایداتو مخنیوی وکړي؛ ښکاره ده چې دا ډله به ډیر ژر ناتوانه شي.
د دې ډلې له ناتوانه کېدو سره به د هیواد په امنیتي حالت کې لوی بدلون راشي او کیدای شي دا ډله له افغان حکومت سره سولې ته اړ شي .
که نه نو؛ د افغانستان پر وړاندې د سورسري سیاست د تور سري او سپین سري په څېر دی بدلون نه کوي؛ د افغانستان د امنیت د ښه کېدو په اړه له دوی څخه د ښوو تمه حماقت دی.