
د سياست مېښه کله بچي او دلدلان زېږي او کله کله هګۍ هم اچوي!؟
د روان ۲۰۱۷م. کال د جنوري د مياشتې په شلمه نېټه د امريکې د متحده ايالتونو نوي ولسمشر ښاغلي ډونالډ جان ټرمپ د امريکې د متحده ايالاتو د( ۴۵ـ تم )جمهور رئيس په توګه لوړه وکړه او رسماً يې په کار پيل وکاوه!
هم د ښاغلي ټرمپ د لوړې په ورځ او د همهغې ورځې پر سبا، بل سبا باندې د امريکې د متحده ايالاتو په ډېرو زياتو ايالتونو، ښارونو او هم د نړۍ د هېوادونو په ( ۷۶۰۰ ) ښارونو کې د ښځو د غورځنګ خودبخودي فعالانو د ښاغلي ډونالډ جان ټرمپ پر ضد مظاهرې او لاريونونه وکړل!
د دې لپاره چې ښاغلی ټرمپ او د هغه پلويان د امريکايانو او نړۍ والو مخالفينو فکرونه سمدلاسه بله خوا واړوي او خپل ګرېوان د ښځو، نرو ؛ ځوانانو او پېغلو، مسلمانانو، کډوالو ( مخالفينو ) له منګولو څخه خلاص کړي!
نو د امريکې د متحده ايالتونو د فضا پلټنې مرکز « ناسا » داسې يوه نړۍ واله خطرناکه او وېروونکې موضوع را منځته او د ټولنيزو رسنيو له لارې يې خپره کړه چې ټول نړۍ وال ورته هک حيران شول!
) خپور کړ، چې سمدلاسه د فضايي څېړنيز مرکز يو داسې خبر ( ګرمه وېروونکې آوازه NASA
د امريکايانو او ټولو نړۍ والو پام د آسمان ( هسکې خلاصې فضا ـ تشيال ) لورته واؤښت!
د« ناسا » په خبريزه وړاندوينه کې راغلي دي:
په ډېرو لنډو ورځو کې به له خلاصې فضا څخه يو ستر « اسټېرويډ » ( لکۍ لروونکی ستوری او يا په بله اصطلاح: آسماني ټکه، فضايي ډبره، آسماني کاڼی، غورځېدوونکی ستوری ) د ځمکې پر مخ را ولوېږي، ډېره زوروره، خطرناکه او تباه کوونکې( وژوونکې) زلزله به وشي، ډېرې سيمې، ښارونه، هېوادونه او آبادۍ به تر اوبو لاندې شي او امکان لري ؛ چې د ځمکې پر مخ ټول انسانان او ژوندي ساکښان له منځه لاړ شي!( قيامت به منځته راشي!)
همدا وېروونکی او خطر ناک خبر په لږو شېبو اوګړيو کې ټولې نړۍ ته خپور شو ؛ د امريکې ځمکني او فضايي حريف او سيال هېواد ( روسيې ) دستې انتقادانه غبرګون وښوده، وې ويل: دا محرمه فضايي رازداري ولې بې وخته « ناسا » افشا کړله !؟
داچې په رښتيا هم له هسکې او ارتې فضا څخه فضايي ډبره راساً د ځمکې پر لور را روانه ده او که نه ده !؟ دا خبره هم ثابته او ثُقه ( رښتينې ) نه ده!
بله داچې له خلاصې فضا څخه د تېر اوږده ( مېلياردونو کالو ) استره لوژيکي تاريخ په اوږدو کې لکونه او مېليونونه ځله « اسټيرويډونه » او « مېټيوريټونه » آسماني کاڼي او لکۍ لروونکي ستوري را خطا شوي دي، ګڼ شمېر يې په فضا کې ټوټې ټوټې شوي دي، يو څه ټوټې او برخې يې د ځمکې پر مخ را لوېدلې دي او ډېرې زياتې برخې او ټوټې يې د ځمکې د کُرې شاو خوا خلاصې فضا کې خپرې شوي او له ځمکې څخه په ډېر لېرې او وړاندې واټن کې تېرې شوي، فضا کې تيتي شوي او ځمکه خوندي او روغه پاتې شوې ده!
په ۲۰۰۲م. کال کې د آسماني کاڼو « ميټيوريټ » يوه کتله د روسيې د اورال د غرونو د «چېليابينسکي» د ښار شاوخوا په غرونو را پرېوتله، د هم هغې سيمې او ښار برېښنايي سيستم يې وېجاړ کړ او د ودانيو ( کورونو) ښيښو ( هندارو ) ته يې ډېر زيات زيان واړاوه، انساني او حيواني تلفات يې ډېر زيات او د اندېښنې وړ نه وو!!
ډېر غټ، ستر او خطر ناک فضايي لکۍ لروونکی ( تاج لروونکی ) ستوری « اسټيرويډ » يا په بله اصطلاح « آسماني تندر » ( آسماني ډبرې ) شاوخوا( ۶۰ـ ۶۲ )مېليونه کاله پخوا زمانه کې د ځمکې د کُرې پر مخ، په موجوده: چيلي، ارجنټاين، وېنزوويلا، مکسيکو، امريکا او کاناډا باندې ټوټې ټوټې را پرېوت ؛
چې په پايله کې يې د ځمکې په کُره کې قوي هيکله « ډاينازاورې » له منځه لاړلې، د ځمکې يوه برخه له ځمکې څخه بېله شوه، خلاصې فضا ته وتوغلېدله اود ځمکې موجوده سپوږمۍ ورڅخه جوړه شوله او په هغې برخې کې چې د سپوږمۍ برخه له ځمکې څخه جدا شوې وه او ژوره کنده جوړه شوې وه، د نړۍ د نورو ډېرو برخو اوبه را ټولې شوې او موجوده د « پاسېفيک » درياب ( آرام سمندر يا بحرالکاهل ) ور څخه منځته راغی! د هغه زورور ټکر په پايله کې د ځمکې د کُرې ډېرې وچې برخې تر اوبو لاندې شوې او ډېرې هغه برخې چې تر اوبو لاندې وې، پر وچو غرونو، غونډيو، ډاګونو، راغونو، دښتو، ناوونو، شېلو، درو او هوارو ځمکو باندې بدلې شوې!!
که چېرې فرض مثال دا آوازه او خبر دقيق او رښتيا وای !؟
نو په هغه صورت کې زما د معلوماتو په انګړ او محدوده کې نن ورځ امريکا، روسيه، انګلستان، فرانسه، کاناډا، چين په خلاصې فضا ( د ځمکې پر مدار شاوخوا ( ګرداګرد ) کې دومره زورورې او خطرناکې ذروي، لايزري وسلې، وزر لروونکي راکټونه او اتومات ګړندي توغندي لري، چې له حد او اندازې څخه زيات!!
دوی په ډېرې آسانۍ سره کولی شي، چې هره فضايي ډبره چې د ځمکې د کُرې مدار او مخ ته را نژدې کېدوونکې وي ؛ هغه په فضا کې وولي ( بمبارد يې کړي ! ) په وړو او کوچنيو ټوټو باندې يې بدل کړي او د ځمکې کُره له خطر او مُعلق مرګ څخه وژغوري!
بله داچې تر اوسه پورې د امريکې د « ناسا » اداره او فضا څېړوونکي او د روسيې د « ستانڅيې ميره » او د « کيهانور » له تحقيقاتي مرکز څخه څاروونکي ساينس پوهان، استره لوژستان پر دې نه دي توانېدلي، چې وپوهېږي او دقيقاً ووايي: بلې آسماني کاڼی راساً د ځمکې لور ته راځي او پر ځمکې باندې ارو مرواصابت( ټکر) کوي ! او دوی يې هېڅ مخنيوی نشي کولی!!
دا خبره هېڅ د اندېښنې وړ نه ده ! ( دا هسې يو سياسي اغواکوونکی تبليغاتي انحرافي کمپاين، فکري شانتاژ او رواني مصنوعي زلزله ده !) ځکه چې د استره لوژۍ علم او پوهان پر دې خبر دي او ډېر ښه پوهېږي ؛ چې هر کال د فضايي کاڼو ( آسماني ډبرو ) کوم ګرد او پاتې شوني چې د ځمکې پر مخ را پرې اوځي، د ځمکې د مخ سطحه هر کال لا اقل يو ملي متر لوړېږي!
زما باور دادی:
که له خلاصې فضا( خپل مدار) څخه کومه ډبره او يا تاج لروونکی ( لکۍ لروونکی ) ستوری، خطا کېږي؛ نو هغه په فضا کې سوځېږي، په کوچنيو ټو ټو باندې بدلېږي، ځمکې ته ډير لږ را رسېږي ! دويمه خبره داده چې ځمکه په فضا کې ولاړه ثابته سياره نه ده ! بلکې پر خپل مدار باندې په ډېر زيات تېز او لوړ سرعت باندې څرخي او د تللو په حال کې ده ؛ که کوم فضايي کاڼی د ځمکې لور ته را روان هم و اوسېږي ؟ نو څو ځمکې ته را رسېږي، ځمکه ور څخه سلګونه او زرګونه مايله وړاندې تېرېږي !!! الغيب عندالله !!!