
لکه چې د امريکې له متحده ايالتونو څخه دويمه چيلي او جنوبي افريقا جوړه شي!؟
لکه چې ټرمپ امريکا د نژادي
توپير په سکروټو لولپه کړي!؟
زه له ۱۹۹۳ م.کال څخه تر ۲۰۰۱ م. کال پورې په مسکو کې لکه يو لک او پنځوس زره غېر رسمي افغان کډوال يوغېر رسمي افغان کډوال وم. ما په ۱۹۹۴ ـ۱۹۹۶ کلونو کې د مسکو د ښار د « سکولنيکي » «مېترو» تر څنګ کوچني بازار « رينک » کې کار، خواري او غريبي کوله. هلته د « روسيې د لېبرال دموکرات ګوند» د رهبر ښاغلي: ولادمير ژېرينوفسکي، کور هم و! ولادميرژېرينوفسکي به په هره مياشت کې يوه پلا د خپل کور تر څنګ د « سکولنيکي » د مترو تر څنګ اوسېدوونکو او حاضرينو ته سياسي لکچر ورکاوه، ګوندي تبليغ به يې کاوه، خپل ارمان او مرام به يې خپلو خلکو ته بيانول، هغه ښځو ته درناوی نه درلود، آن تر دې پورې چې ښځينه ژورنالستانې يې په څپېړو، سوکانو او لغتو باندې وهلې وې او هغه يو بدمعاش ټيپه سيستوال و، د روسيې په ولسي جرګې کې يې وکيلان د اوبو په بوتلونو ويشتل، په سوکانو او لغتو يې وهل... د هغه ډېر تاکيد پر دې ټکي و: «... روسيه د روسانو کور دی! ټول نور راغلي مليتونه او هغه کسان چې د« پخواني شوروي اتحاد» له نورو جمهوريتونو او ګاونډيو هېوادونو او له افغانستان څخه راغلي دي او يا افغان کډوال دي، دوی بايد ټول له مسکو او روسيې څخه په زور و اېستل شي!!... هغه به دا هم ويل: د منځۍ اسيا هېوادونه يعنې څه!؟ تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان، ارمنستان، داغستان، ګرجستان، آذربايجان؛ «پري بالتيکه» ( درې جمهوريتونه ) همدارنګه ملدوويه، اوکراين او بېلاروسيه اصلاً هېڅ وجود او مفهوم نه لري!! دا ټوله لويه روسيه ده! که چېرې څوک د روسانو په ارت هېواد کې اوسېږي!؟ نو هغه به ارو مرو روس و اوسي! او که روس نه وي!؟ نو موږ بل هېڅوک په خپل لوی او پراخ هېواد ( روسيې ) کې نه پرېږدو!!...»
اوس چې زه د امريکې د متحدو ايالتونو نوي منتخب ولسمشر ښاغلي ډونالډ جان ټرمپ ( خبرو او څرګندونو ) ته ګورم؛ نو داسې راته برېښي چې ښاغلی ډونالډ جان ټرمپ د ښاغلي ولادمير ژېرينوفسکي سکه د کاکا زوی او د يوې سياسي طرحې او عقيدې څښتن دی!! دی هم ښځو ته درناوی نه کوي او ښه نيت ورته نه لري، ښځو ته په سپکو ـ سپورو ويلو مُتهم او مشهور دی!
زما په شخصي درک او معلوماتو ښاغلی ډونالډ جان ټرمپ غواړي چې د امريکې د متحده ايالتونو په ستر او کثيرالمليتي هېواد کې د نژادي تبعيض، « جندريز » تبعيض، عقيدوي ـ ديني تبعيض اور بل کړي او د نژادي تبعيض او ديني تبعيض د اور پر سکروټو باندې ټوله امريکا او امريکايان وسوځوي!؟
ماته داسې برېښي چې د ښاغلي ډونالډ ټرمپ سياست او پاليسي به د امريکې له متحده ايالتونو څخه دويمه چيلي، ارجنټاين او جنوبي افريقا جوړه کړي!؟ پرون ښاغلي ډونالډ ټرمپ د امريکې د( ۴۵ ـ تم» ) جمهور رئيس په توګه لوړه وکړه او په رسمي توګه د امريکې د متحده ايالتونو ولسمشر شو!
خو د امريکې په متحده ايالتونو کې( د واشنګټن ډي سي او نيويارک ) په شمول د ښاغلي ډونالډ جان ټرمپ پر ضد هم پرون ورځ او هم نن ورځ ډېر پراخ اوبې ساري لاريونونه وشول. او نن ورځ خو د ځمکې د کُرې ( د متحده ايالتونو په شمول ) په( ۶۷۰) ښارونو کې د «ښځو د خود بخودي» غورځنګ له خوا د زرګونو، زرګونو او لکونو لکونو مېرمنو، ښځو، پېغلو او سياستوالو په ګډون ډېر ستر او بېخي ( د ځمکې د کُرې او امريکې په ټول تېر تاريخ کې ) بې ساري او بې سابقې لاريونونه وشول!!
د دې خبرې معنا داده چې د ښاغلي ډونالډ جان ټرمپ له طرحو، پاليسيو او مرامونو سره د امريکې د متحده ايالتونو او د نړۍ حکومتونه، دولتونه او ولسونه موافق، هم غږي او هم نظره نه دي!!؟؟
داسې معلومېږي، لکه چې ښاغلی ډونالډ ټرمپ په متحده ايالتونو کې د لږکيو ( د نژادپالو سپين پوټکو او سترو پانګوالو ) مُنتخب ولسمشر دی!؟ او دی له بې وزلو او مظلومو امريکايانو او تورپوټکو، اسيايي توکمو او افريقايي پښتو امريکايانو سره چندانې جوړ نه ښکاري!؟ دی په يو مېليون ډالري د ذرې ضد موټر کې ګرځي! نو زه هېڅ باور نشم کولی، چې دی به له امريکې څخه يوه متحده او قوي امريکا جوړه کړای شي!؟ دا ځکه چې د امريکې مُطلق اکثريت د ښاغلي ډونالډ ټرمپ سره په مخالفت کې ولاړ دي!!
د بېلګې په توګه ويلی شم، تر اوسه چې ده کوم کسان د خپلې کابينې د لوړو څوکيو لپاره په کوته کړي دي، هغوی ټوله ( له يوه سره تر بل سره پورې ) سپين پوټکي دي، هېڅوک پکې تورپوټکی نشته! ماته پرون ماښام چې ښاغلی ډونالډ ټرمپ ځانګړې مشهورې امريکايي نغمې او سندرې ته ( زه له تا سره مينه لرم!) له خپلې سپين پوټکې مېرمنې سره د حاضرينو په مخ کې نڅا کوله او بيا د هغه سپين پوټکي مرستيال هم له خپلې سپين پوټکې مېرمنې سره هم پر هم هغه تالار کې په نڅا پيل وکاوه او لس، پنځلس دقيقې وروسته شاوخوا لس جوړې ( نرينه او ښځې ) چې ټول سپين پوټکي وو د هغه تالار صحنې ته ور داخل شول او په نڅاوو يې پيل وکاوه، په هغو نڅا کوونکو کې يو تن هم تور پوټکی امريکايي انسان نه و موجود!! ( ماته داسې وبرېښدله چې هغه رسمي ـ دولتي د خوښۍ محفل په سپينې مانۍ کې د سپين پوټکو د بري د جشن لمانځل وو!!؟؟ )
زه پر دې عقيدې شوم، چې ښاغلی ټرمپ په شعوري ډول نژادي تبعيض ( اپارتهايد، راسيزم، توکميز نفرت، ملي بېلوالي او فاشيزم ) ته لمنه وهي!؟
نو که زما دا اټکل او برداشت سم او دقيق و اوسي!؟ نو زه فکر کوم او باور لرم، چې: « دا وړۍ به شړۍ نه شي!؟ » د امريکې ستر، پر مخ تللی او ځواکمن هېواد به نه يوازې داخلي ( کاري او مالي ) ستونزې او ناتوانۍ حلې او مهارې نشي کړای!! سيمه ايز او نړۍ وال پر ابلمونه، له خپلو سيالانو او رقيبانو سره سيالي او رقابت به هم ور څخه پاتې شي!؟ بله داچې د امريکې زور او توان به دومره لږ او کمزوری شي، چې نه به د « داعش » او « القاعدي » ملا ماته کړای شي! او نه به هم « طالبان » له منځه وې وړلی شي او خپل نړۍ وال پرستېژ او موجوده يو قطبي ( تک محوري ) موقف به هم له لاسه ورکړي!؟
وبه ګورو، د ښاغلي ټرمپ کارونه او د امريکې د متحده ايالتونو د اکثريتو اوسېدوونکو غبرګونونه به پر څه او څنګه پای ته ورسېږي!؟ وخت او زمان به هر هر څه روښانه، پر ډاګه او په عمل کې ثابت کړي!!!