آیا په ريښتیا هم افغانستان په اداری فساد کې ښکته راغلې؟

افغانستان د نړي په ۱۷۶ هیوادونو کې ۱۶۹ مقام تر لاسه کړ.
د روڼتیاء نړیوال بنسټ هر کال د خپلو سروې ګانو له مخې د هیوادونو مالی او اداری چارې ارزوی، مخکې کالونو کې افغانستان د نړي په دریو مفسدو هیوادونو کې شمیرل کیدو خو سږ کال یعنی  ۲۰۱۶کال په سروی کې افغانستان اتم مقام ترلاسه کړي او اوس د نړۍ په مفسدو هیوادونو کې نه شمیرل کیږي. له افغانستان څخه ښکته لیبیا، یمن، سوډان، سوریه، شمالی کوریا، جنوبی سوډان او سومالیاهیوادونه دي.
پدی لیکنه کې په دوه شیانو د ځان ښه پوه کول پکار دي او وروسته له هغي به د افغانستان په اړه تحلیل ولرو.
لومړۍ: نړیوال منابع څه دي؟ او څنګه ترینه ګټه اخیستل کیږي؟
دوهم: امتیازونه څه دي او څنګه لومړی یا وروستۍ مقام ټاکل کیږي؟
نړیوال منابع: هغه نړیوال بنسټونه چې په یو هیواد کې فعالیت کوي، د دخپلو کارونو د تر سره کولو دپاره له نړیوالو پيژندل شوو او قبول شوو نورمونو او کاری سیستمونو څخه کار اخلې. لکه افغانستان کې د روڼتیاء نړیوال بنسټ له پنځو نړیوالو منابع څخه کار اخیستی دي.
پنځه نړیوال منابع:
 
C:UsersRohiDownloadsCapture.PNG 
 
پاس په جدول کې هغه پنځه نړیوال منابع سره امتیازونو چې د روڼیتاء نړیوال بنست د افغانستان دپاره ترینه کار اخیستۍ دي.
دوی د هر یو ددی پنځو نړیوالو منابعو هغه پيژندل شوي نورمونه د خپلې سروی د تیوری دپاره ټاکی او هغه د حکومت له نورمونو سره مقایسه کوي. د بیلګۍ په توګه دوی د نړیوال بانک نورم را اخلی او هغه د تدارکاتو ملی کمیټه له نورمونو سره مقایسه کوي او بیا افغانستان ته امتیاز ورکول کیږي د یادونۍ وړ ده چې د تدارکاتو ملی کمیټې رامنځ ته کول د ستایني وړ دي یا هم د عدلی او قضایی مرکز چارې له world Justice Project Rule of Law Index د سټنډرډونو سره مقایسه کول چې افغانستان ته بیا امتیاز پرې ورکول کیږي.
امتیاز څه دي؟
د روڼتیاء نړیوال بنسټ له صفر څخه تر ۱۰۰ پورې امتیازونه لری هر څومره چې امتیازونه ډيریږي په همغه کچه هغه هیواد پاک دي او که امتیازونه لږ وي نو مفسد هیواد شمیرل کیږي نیوزرلنډ او ډنمارک هیوادونه چې تر ټولو پاک بلل شوي ۹۰ امتیازونه تر لاسه کړي افغانستان ۱۵ او سومالیا چې د نړي تر ټولو ډير مفسد هیواد دي ۱۱ امتیازونه اخیستۍ دي.
پوښتنه اوس دا ده چې دا سروی په کوم اساس تر سره شوي او آیا افغانستان په ریښتیا هم اوس په فساد کې ښکته راغلی؟
د روڼتیاء نړیوال سازمان د خپلی یادي سروی دپاره ځینی نړیوالۍ منابع لری چې پاس یې په بشپړ ډول توضح وشوه او له هغې څخه کار اخلی دا منابع په هر هیواد کې فرق کوی په ځینو هیوادونو کې نړیوال منابع تر ۱۰ ښودل شوي خو ډير داسی هیوادونه هم شته چې له دریو نړیوال منابع څخه پکی ګټه اخیستل شوي. د بیلګۍ په توګه نیوزرلنډ او ډنمارک هیوادونه چې لومړی مقام یې تر لاسه کړي نړیوال منابع پکی ۷ ښودل شوي او له ۱۰۰ امتیازونو څخه یې ۹۰ امتیازه تر لاسه کړي د بهماس په نوم هیواد ۲۴ مقام تر لاسه کړي او ۶۶ امتیازه لری خو نړیوال منابع پکی ۳ ښودل شوي دي. همدا شان سلووینیا هیواد د ۶۱ امتیازونو په تر لاسه کولو سره ۳۱ مقام تر لاسه کړي او له ۱۰ نړیوال منابعو څخه پکې کار اخیستل شوي. د امریکی متحده ایالاتو د ۷۴ امتیازونو په اخیستو سره  ۱۸ مقام تر لاسه کړي او له ۹ نړیوالو منابع کار اخیستل شوي همدا شان پاکستان د ۳۲ امتیازونو په اخیستو  سره ۱۱۶ مقام تر لاسه کړي او له ۶ نړیوالو منابع کار اخیستل شوي او ایران ۲۹ امتیازونو په اخیستو سره ۱۳۱ مقام تر لاسه کړي او له ۹ نړیوالو منابعو کار اخیستل شوي.
اوس اساسی سوال دا پیدا کیږي چې آیا په افغانستان کې په ریښتیا هم اداری فساد ښکته راغلی؟ که راغلی وي ولی د خلکو په حقیقی ژوند کې نه لیدل کیږي؟ او که د روڼتیاء نړیوال بنسټ سروی بل څه په ګوته کوي؟
راځي دی او ورته نورو سوالونو ته ځواب پيدا کوو:
هر هیواد یو بهرنۍ سیاست لری او بل کورنۍ یا هم  هر هیواد هم کورنې اقتصادی پالیسی لری او هم بهرنۍ، داسی هم ډير دی ځینې هیوادونه په بهرنۍ سیاست کې پياوړي دي خو به کورنۍ سیاست کې کمزوری او یا هم ځینی داسی هیوادونه شته چې کورنۍ اقتصاد یې کمزوری خو بهرنۍ اقتصاد یې پياړوي بریښئ لکه روسیه.
د روڼیتاء نړیوال بنسټ له داخلې چارو د خدماتو له عرضی سره زیات سر او کار نه لری دوی په نړیوالو نورمونو او تیوریو کار کوی او خپلی سروي ګانې تر سره کوي. افغانستان بیدون له شکه د ملی حدت حکومت په راتګ سره د اداری فساد کچه بدبختانه لوړه شوه، د ملی وحدمت حکومت په ځينو خاصو ساحو کې پرمختګ وکړ چې د روڼتیاء نړیوال بنسټ د سروی دپاره يو ښه فرصت شو. لکه د تدارکاتو ملی کميټي ، د عدلی او قضایی مرکز رامتځ ته کول. چې په نړیواله کچه د افغانستان دپاره یو ښه زیرۍ دي ځکه نړۍ به نور افغانستان د زیات مفسد هیواد په توګه نه پيژنۍ او ځینو نړیوالو پانګوالو او هغو هیوادونو ته چې د افغانستان سره په انکشافی پروژو کې مرستۍ کوی یو د امید زنګ دي. اما
افغانستان په کور دننه کې لا تر اوسه هم له اداری فساد سره سخت لاس او ګریوان دي، جنګ په افغانستان کې د اداری فساد د دوام یو بل سخت عامل دي خپله جنګ کې د فساد کچه لوړیږي او لا به لوړه شې.
د افغانستان په ګمرکاتو او عوایدو کې اداری فساد سرو خطونو ته رسیدلی دي، د اورپایی اتحادیی د سفیر په وینا په ملی ځواکونو کې په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت کې نظامی رتبی د پیسو په بدل کې ورکول کیږي. دوه میاشتی مخکی همدی د روڼیتاء نړیوال بنسټ  په افغانستان کې اداری فساد د سختې اندیښنی وړ وبللو، د څار روڼتیاء بنسټ په خپله وروستۍ سروی کې وښودله چې افغانان د کال ۳ میلیارده ډالر یواځي په عدلی او قضایی برخه کې رشوت ورکوي. همدا شان سیګار په خپل وروستۍ راپور کې وویل: افغانان د کال ۲۲۰ میلیونه ډالر بهر ته د پانګوني دپاره وباسئ. هغه ځوانان چې پدی وروستیو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای اورپا ته وتښتیدل په میلیونو ډالر له ځان سره ایستلی دي او د چې افغانستان اقتصاد ته یوه ضربه وه.
د کانونو په استخراج کې او یا هم د کانونو په غیر قانونی استخراجی کې د سروی ګانو وروستۍ ارقام د سختی اندیښنی وړ دي او حکومت په ځانګړي ډول د کانونو وزارت بی غوری د کانونو عمر او ارزښت ته لوی ګواښ دي. د کانونو د پخوانې وزیر ښاغلی داودشاه سبا د خبرو په اساس افغانستان کې د ۱۰۰۰۰ غیر قانونی کان ایستې کیږي. له افغانستان څخه پاکستان ته په ۲۵ نقطو کې د افغانستان کانونه قاچاق کیږي. له بدخشان څخه چین ته تر ۲۰۰۰ زیات ټنه قیمتی ډبری قاچاق شوي چې ارزښت یې تر ۳۰۰ میلیونه ډالر زیات ښودل شوي، د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د افغانستان د تلک له کان څخه داعشیان اقتصادی تغذیه کیږي، د بدخشان او پنجشیر له قیمتی کانونو سخه ولسوالی مخالفین او محلی زورواکان ګټه اخلی همدا رنګه په هلمند، هرات، کنړ، نوریستان، بغلان، سمنګان، لوګر، کابل، لغمان، خوست، وردګ، پکتیکا، کاپیسا، کې غیر قانونی کان کیندنی د سختی اندیښنی وړ دي او په اړه یې د حکومت پټه خوله پاتی کیدل لا د افسوس او بدبختی ده.
خپلی وروستۍ جملی لیکم چې افغانستان په کور دننه کې د اداری فساد له شومی پدیدی سره سخت لاس او ګریوان دي او دحکومت شډله مبارزه لا د اندیښنی وړ ده ځکه حکومت تر اوسه له اداری فساد سره یو ډول دوه مخی مبارزه کوي او په کور دننه اداری فساد د کچه کموالی د روڼیتاء نړیوال بنسټ له سروی سره هیڅ کوم تړوا نه لري.
موږ په حکومتی چارواکو یو ځل بیا غږ کوو چې له اداری فساد سره کلکه سیاسی اداره او قوی مبارزه رامنځ ته شې او د اداری فساد سره مبارزه باید د وسیلی یا توکو په ډول استعمال نشې.
له اداری فساد څخه د خلاص افغانستان په هیله
لیکوال: ذبیح الله وردګ