پخوا څه وو؟ اوس باید حکومت او حکمتیار څه وکړي؟

د پخوانې شوروي له وتلو سره سم بدبختانه افغانستان د مجاهد ګوندونو په جګړو کې را ښکيل هیواد شو، په زرګونو عام بی ګنا اولس مړ او ژوبل شو، د خلکو د کور له چور څخه را نیولی بیا تر ناموسې تیریو خو خبر را ورسیده، ټول افغانستان سختی او تورو شپي تجربه کړي خو کابل بیخی په وینو کې لت پت وو، د مجاهد ګوندونو ترمنځ سیالی پدې وه چې څوک به سهار وختی په کابل ښار د ملا له آذان څخه د مخه توغندې وتوغوي؟ څوک به زیات بی ګناه خلک مړه کړي؟ د هیچا ځان، مال او ناموس خوندې نه وو، کله چې د شوروی له وتلو څخه  وروستو د دردونکو پيښو پوښتنه له هغو مشرانو وکړي کوم چې  د هغه وخت شاهدان وو، د اوریدو توان یې نه وي.
همدا وو چې په کال ۱۹۹۴ د اکتوبر میاشتی په لسمه نیټه په سپين بولدک کې د طالب په نوم یو جنګې ګروپ رامنځ ته شو، دا چې د مجاهدینو او غلو له پاټکې حکومتونو څخه خلک سخت تنګ راغلې وو، دا کوچنې ډله ډيره ژر کندهار ښار ته د ننه شوه، ټوپکسالاران او جنګیالان ډیر ژر څوک وتیښتیدل او څوک یې ژر ختم کړل، د ملاعمر په نوم شخص یې ډير ژر خپل امیرالمومنین وټاکلو، دوی د کندهار، هلمند او ورزګان تر نیولو وروسته د کابل په لور حرکت وکړ، هرات ته یې هم لښکرې واستولې، په ډيره بیړه تر کابله راورسیدل کابل یې به یوه شپه کې په کال ۱۹۹۶ کې ونیولو، لومړي یې ډاکټر نجیب الله په دار کړ، سخت اسلامی قوانین یې وضع کړل، ښځې یې پرته له محرم څخه د باندې نه پریښودلې، خو امنیت یې په تاریخ کې بی سارۍ وو.
حزب اسلامی هم د طالبانو مخالف ګوند وو خو د احمدشاه مسعود او طالب په جنګ کې یې د ټلوالی پلوي هم ونه کړه خو تر ډيره حزبی مشران پشاور ته وتښتیدل او هیواد کې د ننه غیر فعال ښکاره کیدل. طالبانو زیات شمیر حزبی قومندانان او مشران تسلیم او له دوی څخه یې وسلی او مهمات واخیستل.
کله چې په کال ۲۰۰۱ کې امریکی او ناټو هیوادونو افغانستان ته راغلل او طالب نظام یې له منځه یوړ، د بن کنفرانس کې ځینی افغان سیاسیون راټول شول امریکی د پلان مطابق همدې سیاسونو ونه غوښتل چې د افغانستان په سیاست کې ټولې ښکیلی غاړې راټولې کړي، دوی طالبان او حزب اسلامی ترهګر وبلل او له هغوی سره یې جګړه اعلان کړه، یو زیات شمیر طالب مشران د پاکستان په همکاری یې امریکی هیواد ته تسلیم کړل، په سیاست کې پخوانې ګلمجم عبدالرشید دوستم ته ځای ورکړل شو خو د حزب اسلامی امیر ګلبدین حکمتیار او طالب مشرانو ته ورنه کړل شو، عبدالرشید دوستم هم په زیات شمیر انسان ضدو کړنو تورن دي، هغه چې دمګړی د ولسمشر لومړۍ مرستیال دی خو بیا هم نه شې کولای چې امریکی ته سفر وکړي. لنډه دا چې ټولو مجاهد ګوندونو ته د افغانستان په سیاست کې ځای ورکړل شو خو حزب اسلامی ترینه وایستل شو چې دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بی عدالتۍ، د جنګ د دوام او حتی ملی خیاتنونو سره توجه کیدې شې.
حامدکرزی چې پس له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ولسمشر وو هغه هم وخت ناوخت کله د زړه کله د ژبی له تله به یې حزبی اسلامی او طالبانو ته د سولی پيغام ورکولو خو تر ډير دا پيغام ريښتینۍ نه وو، ممکن کرزی به ژمنتیاء لرله ولی د ټلوالې هیڅ کله پدې اړوند علاقه نه ښکاره کوله ځکه هغوی په همدې یو طرفه جنګ او وژنو کې خوشحاله وو، کرزی یې هم تر زیات تاثیر لاندې راغلې وو هغه هم نشوي کولای چې پدې اړه زیاته میړانه ښکاره کړي. همدا وو چې جنګ زور واخیست د افغانستان یوه زیاته برخه خاوره د حکومت له اداری د باندې شوه، بندی خونې په کسانو ډکۍ شوي، اداری فساد اوج ته ورسید، اقتصادی پياوړتیاء ټکنۍ شوه، قومی تعصب ريښې وکړي چې لا تر اوسه هغه وضعیت  خراب شو خو ښه نشو.
دا چې ولسمشر اشرف غنی د حزب اسلامی امیر د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې په خولا کړ زیاتره یې نوښت ګڼې او طالب ته دا پيغام ورکوي چې تاسی هم سوله وکړي، ستاسې سوله هم شونې ده، ولی حزب اسلامی سوله په لویه قربانې کړي هغوی هیڅ ډول حکومتی امتیاز نه دي اخیستی خو حکومت سره یې د پوره همکاری ژمنه کړي ده.
په کور دننه د حزب اسلامی زیات کسان مخالف شته هغوی څو ځلۍ دا کوښښ وکړ چې یاده پروسه سبوتاژ کړي هغوی تر وروستۍ سلګۍ پورې یاده پروسه ځنډوله څو ورځې وړاندې حتی د حزب اسلامی د ۶۳ بندیانو له ډلې یې ۱۳ وګرځول، چې دا ډول کړنې د حکومت ريښتینولی تر سختو نیوکو لاندې راولې. او په یاده پروسه کې ستر خنډ د بشر حقوقو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما ثمر ده هغه چې هره ورځ د یو زیات شمیر جنګې جنایتکارانو سره ناسته او پاسته کوي خو د حزب اسلامی د سولی پروسې مخالفه ده.
په هر حال اوس دوه ډير مهمې کړنې باید وشې:
لومړي حزبي اسلامی امیر باید څه وکړي؟ دوهم حکومت باید څه وکړي؟
دا چې ټول افغان اولس د حزبی اسلامی امیر ته په ورین تندې هرکلې وکړ، په لغمان کې یې تر څنګ بی شمیره مشران او ځوانان راټول شول په ټولنیزو رسنیو کې یې تود هرکلي وشو، د جلال آباد په ښار کې یې هم ګرم هرکلی وشو د ولسمشر د دوهم مرستیال ترڅنګ یو زیات شمیر نور حکومتی چارواکې حکمتیار صیب ته د یو مهم مشر په توګه ورغلل او د هغه یې قدر وکړ، همدا شان هر ځوان د حکمتیار صیب کابل ته راتګ په نیک پال نیولو او د هغه یې قدر کولو، ډیره مهمه خبر ده او ډيره پر ځای خبر ده چې د حزب اسلامی امیر او غړي د افغان اولس ددی ستر امید او هیلی پوره خیال وساتې او دا تانده هیله چې پدې جنګې او باروتې چاپیریال کې پر موږ حاکمه ده تازه وساتې او رسیدنه ورته وکړي. د حزبی اسلامی امیر باید د ۲۱ پيړۍ سیاست وکړي، له حکومت سره د سولی په راوستلو او اداری فساد کابو کولو کې زیاته مرسته وکړي. طالبان هم سولې ته د یو ممکنه لارې څخه دعوت کړي، او په افغانستان د آمن شال خور کړي.
دوهم دا چې حکومت هم باید خپل ارزښت وساتې، کومې ژمنې چې له حکمتیار سره د سولی د تړون په اساس شوي باید تر سره یې کړي، حکومت باید سوله د یو پاک او سپيڅلی عنصر په توګه وساتی نه هغه د دوه مخۍ منافق سیاست قربانې کړي، حکومت باید عدالت پلۍ کړي، حکومت باید ټولو ته د یومهربان پلار په توګه وګورې او سولې ته لا مټې راونغاړې. حکومت باید د حزب اسلامی سره د یو ځایوال ته په کتو را روانو پارلمانې او ولسمشرۍ ټاکنو ته لار هواره کړي، حکومت د ژر تر ژره اداری فساد کنټرول کړي، حکومت دي له حزب اسلامی څخه د یو ښه فرصت په توګه ګټه واخلی نه د دوهمۍ کورنۍ جګړي دوام، حکومت دي له تاثیر کړونکو ګوندونو، څیرو، قومی مشرانو د سولی په پروسه کې او د افغانستان په پرمختګ کې پوره ګټه واخلې.
په همدې هیله چې هیواد مو ټولي نړۍ ته د امن کور وي.
لیکونکي: ذبیح الله وردګ