د بن د کنفرانس د بی عدالتو پریکړو تاثیر د افغان غمیزو پر دوام!

کله چې امریکی په افغانستان پټ تجاوز او ښکاره همکارې وکړه، د افغانستان دوه اساسی او سیاسی ګوندونه له سیاسی حالاتو او واکدارۍ محروم شول، کله چې په بن کنفرانس کې د افغانستان په اړه خبری اتری روانې شوي  او امریکایی B-52 لویو الوتکو  د افغانستان په مهمو سیمو او ځایونو  بمونه اچول د وخت واکداران یعنی د طالبانو لیکې یې په شمال کې ماتې کړي، د امریکایی پلیو لومړنۍ الوتکه په کندوز ولایت کې ناسته وکړه،  د امریکی د څارګرې اداری کارکوونکې له وسلو سره یو ځای ښکته شول په میدان کې یې د شمالی ټلوالی او دوستم له کسانو تود هرکلی وشو، هغوي د کندوز ولایت د قلعه جنګې په لور حرکت وکړ، په قلعه جنګي کې د افغان طالبانو ترڅنګ یو زیات شمیر عرب، پاکستانې او چیچنیایی سرتیري اوسیدل،  هلته له امریکایی عسکرو او طالبانو سره په مخامخ لومړۍ جګړه کې د سی آی ای دوه کارکوونکی ووژل شول د قلعه جنګی جنګ او د جرمنی په بن ښار کې کنفرانس شپي او ورځې واخیستی خو د قلعی جنګې کلا یې بلاآخره زیرزمنیو ته یې اوبه ور خوشې کړي او ټول مخالف سرتیرې یې مړه کړل، او بل په دشت لیلې کې هم لس زره طالب سرتیری د دوستم په لاس بندي شول چې وروسته یې ټول ووژل،  کرزی چې له کوټې ښار څخه د سپين بولدک په لوري حرکت وکړ بیا د کندهار ښار ته داخل شو هغه له کندهار څخه ژر اورزګان ولایت ته حرکت وکړ، کرزی ځکه ازرګان ته ځان ورسولو چې هلته یې د سیاسی موخو نیژدی ملګری وو له کومو سره یې چې وار له مخې پلان جوړ کړي وو،  په لار کې د طالبانو له تلاشې ځای(پوستې) سره هم مخ شو خو کرزی چالاکې وکړه او ځان یې ترینه خلاص کړ د یادي پوستې طالبانو کرزۍ ونه پيژندلو کنې هغوی د کرزی مرګ ته ناست وو، کرزی د جان محمد او یو شمیر نورو قومی مشرانو په مټو په اورزګان کې جګړه پيل کړه دری زره جنګیالان ور سره وو خو کله چې له شمال څخه د طالبانو خطونه مات شول اورزګان کې هم په طالب لیکو کې ماتې ګډه شوه، امریکایی الوتکي  په کرزی بم هم واچولو له مرګه بچ خو سخت ټپې شو، کرزی لا اورزګان کې وو چې د استاد ربانې ورته له کابله زنګ ووهلو او د موقتی اداری د رئيس جمهور مبارکې یې ورکړه خو ځینی بیا وایې چې کرزی ته لومړي زنګ الیحضرت ظاهر شاه له روم څخه ووهلو.
کرزی تر مشورو وروسته کندهار ته حرکت وکړ، کرزی چې کله کندهار ته مازدیګر مهال ورسید د شپي ناوخت ورته دری طالب مشران هر یو ملا نقیب الله آخوند، ملا عبیدالله آخوند او ملا داد الله آخوند راغلل، کرزی ته یې پوره ډاډ ورکړ ملا داد الله دا هم ورته وویل که د شپي پر تاسې حمله وشې موږ نه یو هغه به عرب جنګیالې وي ځکه داسی ویل کیږی چې پدې شپو کې په کندهار کې تر ۲۰۰۰ زیات عرب او نور بهرنۍ جنګیالان وو، کرزی په همغه شپه طالبانو ته دوه زره دانې وچې  ډوډي هم واستولې، ملا عبیدالله کرزی ته د بن د کنفرانس په اړه ګیلی هم وکړي کرزی د تائید سر ور سره وخوځولو خو کرزی هم په طالب مشرانو نیوکې وکړي خو د کرزی نیوکې تندې نه وي.
ټولو بهرنیو رسنیو په ځانګړي ډول غربی رسنیو بلکل کمری د افغانستان په لور ګرځولې وي هره دقیقه یې راپور کوله او هره لحظه یې د غرب پرمختګ بللو،  طالبان او د حزب اسلامی سرتیری پرته له کومې ځانګړي محکمی د ترهګرو په تورو لیستو کې راغلل دا هر څه به رسینو د اولس تر غوږو رسول، د امریکی لویه بهانه طالبانو ته د اسامه بن لادن پټول وو، خو وروسته بیا اسامه بن لادن په افغانستان نه بلکی په پاکستان کې اسلام آباد ته څیرمه پيدا او ووژل شو، د حزب اسلامی دلیل هم لا معلوم نه وو چې ولی په ترهګرو په لیست کې راغلل؟ خو داسې ښکاریده چې هر څه لا د مخه پلان شوي او یو پټ د ړستونې ماران په اولس کې د امنیت سوکالۍ په نوم زهر شیندل، یاهم ویلو شو چې خبره د پردي شا ته جوته شوه اګر چې هر افغان نه پری پوهیدۍ خو سیاسې څټي پرۍ پوي وي خو هیچا له ډاره غږ نشوي پورته کولې، ځینو قومی مشرانو هم له امریکی څخه زیاتی پيسې په مخلتفو نومونو اخیستئ هغوی هر یو د زیاتو ځمکو، لویو شتمنیو خاوندان شول.
یو سړۍ او موټرسایکل کتاب کې راغلی: کله چې امریکی په افغانستان حمله کوله د سپين بولدک او چمن په لار عجیب حالات وو یو شمیر امریکایی ډوله موټران کندهار ته وسلی وړلې خو یو شمیر پاکستانې موټرو بیا طالب مشران پټول او خوندې ځایونو ته یې رسول.
شمالی ټلواله په ډير زور کابل ته راغله د کابل زیات واک د احمدشاه مسعود له قومندان قسیم فهیم سره وو، داسی هم ویل کیږی چې فهیم د کابل له سلاح خونو څخه هره  شپه په سلګونو موټران وسلي ایستلی او په شمال کې یې ځای پر ځای کولې. چې ددی ثبوت هله جوت شو کله چې امریکایی الوتکې په کاپیسا کې د ټلوالی د یو قومندان د اسلحو به امبار برید وکړ، عجیب او غولوونکی خو دا وه چې هغه وخت د شمالی ټلوالې هیڅوک هم په تور لیست کې را نه غلل خو طالبان او حزبیان په تورو لیستونو کې راوستل شول.
بدبختی هله پیل شوه طالب او اولس هله په زور یو ځل بیا په آګاهانه ډول جګړي ته اړ ایستل شو کله چې په هیواد کې دوه ګونې یا دوه مخۍ سیاست پيل شو، پښتانه مشرانو یواځې چوکي ډکي کړي دوی د لویی غمیزې د حل دپاره هیڅ کار ونه کړ، جهادی رهبران هم په پيسو او سیاسی واک روږدي شول، د چارواکو او اولس ترمنځ واټن ورځ تر بلی زیاته شوه، حکومت د مخالفو په وړاندې ريښتینی مبارزه نه کوله چې دلایل یې ډیر وو دلته یې یادول ښه نه دي.
لنډه دا چې افغان لا تر نن پورې پنځلس کاله په یوه پردۍ جګړه کې ووژل شول، زندانونه پری ډک شول، د اولس په زړونو کې یې کرکې پيدا کړي دا هغه څه دي چې ژر به هیر نشې.
دا چې نن د حزب اسلام ګوند امیر ګلبدین حکمتیار له حکومت سره یو ځای کیږی د سولی دپآره یې په نیک پال نیسو خو سیاسې څیری لا اوس هم د اولس یا قوم په نوم اختیارات او امتیازات اخلی چې دا د افغانستان د لا تباهۍ ستر دلیل دي.
د طالب او حکومت جګړه یوه دوه مخې جګړه ده، د هیڅ یو افغان موخې پکې نشته خو قربانې یې هره ورځ افغان اولس دي، په زیاتو سیمو کې ښوونځې تړل شوي، روغتونونه فعالیت نشې کولای، سرکونه او بازار نشته، چې په ۲۱ پيړۍ کې هر افغان ته د نړۍ په وړاندې لوی پيغور دي.
زموږ ځوانانو هیله داده چې جګړه نوره ختمه، خپله افغانان د سولی پرمختګ سوکالۍ نوښتګرې طرحې رامنځ ته کړي او هیواد له روان سیاسې، جنګې، اداری فساد، قومی تعصب، بهرنیو مداخلو خوندې وساتې، هر افغان باید د افغانستان لپاره کار وکړي نه د شرق یا غرب دپاره ځکه دا زموږ لاسته راوړنه نه ده، دا مو د تاریخ لویه بدنامې او د کړنو لویه ناکامې ده. زموږ نوښت دادي چې له خاورو سره زر جوړ کړو نه له سرو زرو کولنګ.
د تل پاتې سولې په هیله
لیکوونکې ذبیح الله وردګ