د اروپایی اتحادیی له خوا په ارګ کې د دریم نړیوال کنفرانس راپور:

اورپایی اتحادیی د ارګ په چهار چینار ماڼۍ کې د اداری فساد پر وړاندې د مبارزی په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې د حکومتی چارواکو بر سیره یو زیات شمیر مدنی ټولنو او نړیوالو بنسټونو پکې برخه اخیستی وه.
یاد کنفرانس د ولسمشر اشرف غنی په اوږده وینا پيل شو، د ښه راغلاست تر څنګ یې یو ځل بیا زیاتی ژمنی وکړي او داسې یې وښودله چې ګواکې حکومت له اداری فساد سره په مبارزه کې چټک او جدي دي. ولسمشر د خپلو خبرو په درشل کې عدلیی او قضایی مرکز کارونو او د تدارکاتو ملی ادارې ته اشاره کوله او خپل حکومت یې یوه مهمه لاسته راوړنه بلله. خو پداسی حال کې چې دواړي اداری د یو شمیر لاسته راوړنو ترڅنګ تر جدې نیوکو لاندې هم دي.
ولسمشر اشرف غنی وویل: دا کنفرانس یو نمایش نه دي، دا به زموږ عمل هم ثابت کړي چې له اداری فساد پر وړاندې مبارزه کې ژمن یو.
ولسمشر اشرف غنی هغه وزارتونه نور هم ایښ کړل کوم چې عواید را ټولوي خو د کانونو په وزارت کې یې فساد ته چندان اشاره ونه کړه یواځې یې په قراردادونو زیات ټینګار وو چې باید د یوي شفافی او رڼې پروسې په پایله کې تر سره شې.
ولسمشر د کورنیو چارو وزارت په ځانګړي ډول د پولیسو له فساد څخه هم سر وټکولو ښاغلی جاهد ته یې ګوت څنډنه وکړه چې اداري فساد د کورنیو چارو وزارت کې د منلو نه دي.
ولسمشر د خپلو خبرو په وروستیو کې یو لړ تکراری او نوی ژمنې هم وکړي چې له اداری فساد سره په مبارزه کې به یې تر سره کوي، هغه زیاته مرسته له نړیوالو بنسټونو وغوښته په ځانګړي ډول له سیګاره.
له ولسمشر څخه وروسته د هغه دوهم مرستیال ښاغلی دانش هم وینا لرله تر ډيره یې د ولسمشر وینا تکرار کړه خو په لږ نویو ادبیاتو هغه هم له اداری فساد سره د مبارزې کلکه ژمنه وکړه.
د غونډې په بله برخه کې قاضی القضات، لوی څارنوال او د افغانستان د څار بنسټ رئیس د یو پنل په ډول د غونډې مخ ته کیناستل، قاضی القضات ښاغلی حلیمی هم د زیاتو لاسته راوړنو دعوه کوله هغه وویل چې په ستره محکمه کې یې زیات تغیرات راوستلی دي، خو پداسی حال کې چې د سترې محکمی له اداری فساد نور په اولس کې د عدالت او قانون پلې کولو هیله هم له منځه تللی.
لوی څارنوال هم لنډه وینا لرله هغه زیات په عدلیی او قضايی مرکز بحث لرلو او د خپلو کارمندانو سرښندنه یې وستایله، خو پداسی حال کې چې په عدلیی او قضایی مرکز باندې بیشمیره نیوکې شتون لري، ښاغلی حمیدی زیاته کړه: تر اوسه عدلیی او قضایی مرکز ته ۹۵ دوسیی راغلی دي. او دا به ټولی و څيړل شې.
د غونډې بله برخه کې د ملی امنیت د شورا سالاکار ښاغلی اتمر، د امریکایی قواوو قومندان، او د کانونو سرپرسته وزیره ناست وو.
اتمر د زیاتو لاسته راوړنو خبرې وکړي، هغه وویل چې د هر چا پر وړاندې زموږ دروازی خلاصې دي دوی د موږ ته مشوری راکړي تر څو امنیتی حالات ښه کړو.
هغه زیاته کړه: زه طالب، داعش او بل کوم مسلح مخالف ځواک څخه ویره نه لرم زیات جدی ویره له اداری فساد څخه ده چې زموږ ټول امنیتی ځواکونه ننګوي.
د امریکایی قواوو قومندان هم تر زیاته پيغورۍ وینا لرله هغه وویل چې که ستاسو زوی یا لور په امنیتی ځواکونو کې دنده ولری خو فساد زیات وي آیا تاسی به اجازه ورکړي ځکه ستاسو ویجدان او فکر به ور سره نا آرامه وي نو باید چارواکی له اداری فساد سره جدی مبارزه وکړي.
نرګس نهان وویل زما یوه میاشت کیږی چې یاد وزارت ته راغلی یم، ستونزی می زیاتی دي مرستی ته اړتیاء لرم، هغه وویل زه به تر خپل توان پوری تغیرات راولم ژمنه کوم چې له اداری فساد سره به قومی مبارزه کوم.
د غونډې بل پنل له نادر نادری او په افغانستان کې د سیګار له رئیس څخه جوړ شو، د سیګار رئیس وویل: هیڅ چارواکې نه غواړي چې د اداری فساد ارقام د ښکاره شې اما دا زما دنده ده چې برملاء یې کړم پدې زه هیڅوک نه خفه کوم اما زما دنده ده.
افغان حکومت باید ژر تر ژره د خیالی پولیسو، خیالی مکاتبو، خیالی استاداتو او خیالی شاګردانو په اړه وضاحت وړاندې کړي.
نادر نادری وویل زما کم وخت کیږي چې د اصلاحاتو او عامه خدمتونو کمیسیون ته تللې یم زه د اداری فساد سره د مبارزې جدي اراده لرم او په عمل کې به یې هم ثابته کړم. نادری وویل زما د کار ښه نمونه تیره جمعه ورځ د الکترونیکی تذکرو امتحان وو په پوره شفاف ډول مي اخیستی دي.
خو له بلی خوا د تیری جمعی ورځي په امتحان د زیاتو خلکو سختی او قانونی نیوکی شته دي.
د غونډې په وروستیو کې ښاغلی حمیدالله فاروقی د کابل پوهنتون رئيس، جاوید نورانی د مک د بورډ غړۍ، سټیفن د ګلوبل ویټنیس رئیس، د اداري فساد سره د مبارزی د عالی اداری رئیس ښاغلی فخری، د مطبوعاتو د اتحادیی رئیس ښاغلی مجیب هم خبری وکړي او دا شومه پدیده یې تشریح کړه.
غونډه د اورپایی اتحادیی د سفیر ښاغلی میلبن په جمع بندي ختمه شوه.



راپور لیکونکی:  ذبیح الله وردګ