فساد کم شوی، که زیات شوی؟

د روڼتیا د نړیوال سازمان په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان په فساد کې له درېیم مقام څخه اتم مقام ته تللی دی. ارګ د روڼتیا د نړیوال سازمان د وروستي راپور هر کلی کړی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه د ملي وحدت حکومت له ژمنتیاوو ده او په دې برخه کې یې هڅې کړې دي. له دې سره دا پوښتنه ده چې رښتیا په افغانستان کې فساد کم شوی دی؟
د روڼتیا نړیوال سازمان خپل رپوټ د ځینو بهرنیو سرچینو لکه نړیوال بانک د ارزونو پر اساس خپروي. له همدې امله اوس ښايي دا ادعا سمه نه وي چې په افغانستان کې فساد کم شوی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په تېر ۲۰۱۶ کال کې د فساد ګڼې دوسیې څېړل شوې، ګڼ مفسدین د قانون منګلو ته سپارل شوي، په فساد کې ښکیل کسان ممنوع الخروج شوي او څارنوالۍ ته ور معرفي شوي دي. خو د افغانستان خلک بیا داسې څه نه ویني. یو چارواکی هم لا تر اوسه د فساد په تور نه دی محاکمه شوی، د لوی فساد یوه دوسیه هم نه ده وروستۍ شوې او هېڅ زورواکی د فساد په تور تر عدلي او قضايي تقیب لاندې نه دی راغلی. که ارګ داسې څه لري، نو هیله ده چې د ګونګو او عمومي خبرو پر ځای ښکاره ووایي چې تر اوسه یې کوم چارواکی او زوراکی د فساد په تور محاکمه کړی دی. نه یوازې د فساد پر وړاندې کومه مبارزه نه ده شوې، بلکې فساد زیات شوی، پراخ شوی او مفسدین لا هم په حکومت کې او له حکومته د باندې خلاصې تڼۍ ګرځي.
په کور دننه هم ارزونې او د خلکو نظرونه ښيي چې فساد په بې ساري ډول زیات شوی دی. ان داسې هم ویل کیږي چې د افغانستان خلک د ملي وحدت حکومت ته هر کال درې میلیارده ډالره رشوت ورکوي. اوس هم ویل کیږي چې دولتي څوکۍ پلورل کیږي، په څارنوالیو او محاکمو کې فساد چیغي وهي او پولیس په رڼا ورځ له خلکو پیسې اخلي. دغه راز لا هم د چارواکو خپلوان قراردادونه اخلي او تر دې بده یې لا دا چې ځینې قراردادونه د قوانینو خلاف له واحدې سرچینې ورکړل شوي دي او هېڅ ډول سیالي پکې نه ده شوې. له همدې امله فساد نه یوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی دی.
دا رپوټ ښايي په نړیواله کچه د ملي وحدت حکومت له اعتبار سره یو څه مرسته وکړي، خو په کور دننه هېڅ ډول مرسته نه شي کولی، ځکه چې دلته خلک له فساد سره د مبارزې په نوم په عمل کې څه نه ویني. که افغان حکومت پر نړیوالو حساب کوي، نو بیا سمه ده، خو که د افغانستان پر خلکو حساب کوي، خو خلک بیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مخ ناراضه دي. که د ملي وحدت حکومت چارواکي په رښتیا له فساد سره مبارزه کوي، نو هر څه دې له ځانه پیل کړي. د ولسمشر او اجرایوي رییس نږدې کسان په فساد تورن دي، ویل کیږي چې د ولسمشر په ګډون د ځینو کسانو خپلوان قراردادونه اخیستي دي او همداسې نورې ادعاوې هم شته. دوی باید په دې اړه سپیناوی وکړي او که رښتیني وي، نو هر څه دې له خلکو سره شریک کړي. د افغانستان خلک پر راپورنو نه، بلکې پر هغه څه قضاوت کوي چې هره ورځ یې ویني او پر ژوند یې اغېز کوي.