اروپايي ټولنه: افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه ورو روانه ده

اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه ورو روانه ده او دغه هېواد لا هم د فاسدو هېوادونو د نوملړ د سر هېوادونو په ډله کې دی.
په افغانستان کې د دغې ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنېنګهم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په لېست کې دی او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې له فساد سره مبارزه ګړندۍ شي.
دی وايي:  "افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په قطار کې دی او اړتیا ده په دې برخه کې زیات کارونه وشي، په افغانستان کې له فساد سره مبارزه ډېره ورو ده او اړتیا ده څو ووینو چې د فساد لویې قضیې څه ډول محکمې ته وړاندې کېږي. "
اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د فساد پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کوي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو په لېست کې ۱۶۹ ځای لري.
درې کاله وړاندې افغانستان په دغې درجه بندۍ کې د نړۍ درېیم فاسد هېواد و.