ټرمپ: له عراق نه د امريکا وتل، ايران او داعش ته ګټه ورسوله

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د «ای بي سي» تلویزيون سره په مرکه کې، پر پخوانيو چارواکو نيوکې وکړې او ويلي، چې له عراق نه د امريکا وتل د دې لامل شو، چې ايران او داعش يې ځای ونیسي.
ټرمپ زياته کړې: «د عراق ځواک د ايران سره مساوي و. دغه دوه هېوادونه کلونه سره وجنګیدل. دغو جګړو دوام هم پيدا کولی شو. لیکن امريکا سخته تيروتنه وکړه، کله چې عراق ته ننوتله دغه هېواد يې ايران ته وسپارلو.»
نوموړي په دې هکله ويلي: «موږ بايد له عراق څخه نه وای وتلي، موږ په خپلو وتلو سره هلته خلا رامنځته کړه، چې دغه خلا د ايران او داعش لخوا ډکه شوه.»
ټرمپ په دې باور دی، چې د امريکا له وتلو وروسته تر اوسه په دغه هېواد کې حکومت نه دی جوړ شوی او دوی په عراق کې تيل بايد پخپله ولکه کې ساتلې وای، تر څو د داعش ډلې لاس ته نه وای ورغلي.
ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ ورځ په سي ای اې کې د وینا پر مهال څرګنده کړې وه، چې بايد امريکا په عراق کې تيل پخپل لاس کې نيولي وای. ټرمپ بيا د څارګرې ادارې کارکوونکو ته ويلي وو: «ښايي بیا يو چانس ولرئ.»
د یاد تلويزيون وياند له ټرمپ نه د مرکې پر مهال وپوښتل، چې «ښايي بیا يو چانس ولرئ» نه ستاسو مطلب څه و؟
ټرمپ په ځواب کې وويل چې: «نه غواړي په پوځي برخه کې تر علمي اقداماتو وړاندې پر غوراوي باندې بحث وکړي.»