جاپان د اختراع کوونکوهېوادونو په کتار کې دويم ځای ونيوه

دفکري مالکيت « نوې موندنې او جوړونې » د ثبت نړيواله اداره وايي ، چې تېرکال جاپان د خپلو علمي او تخنيکي اختراعاګانو د ثبت لپاره تر امريکې ورسته دويم ځای نيولی دی . دغه اداره وايي ، چې تېر کال دوی ته له ټولې نړۍ څخه 145300 غوښتنليکونه سپارل شوي ، چې کابو 50 زره يې له امريکې څخه او 37 زره يې له جاپان څخه سپارل شوي . جرمني ، جنوبي کوريا ، فرانسه او برتانيا په ترتيب سره دريم ، څلورم ، پنځم او شپږم ځای لري . د شرکتونو په لړ کې د هالنډ فلېپس شرکت ، د ماتسوشيتا جاپانی شرکت او د نوکيا فنلنډي شرکت لومړی ، دويم او دريم ځای ګټلی دی .