د محمد داود او دده دکورنۍ مړي پېژندل شوي


دافغانستان حکومتي سرچينې وايي ، چې وروسته له ديرشو کلنو د محمد داود  او دده کورنۍ مړي پېژندل شوي .
دعامې روغتيا وزارت معين او دهيواد د لومړني  جمهور رئيس شهيد محمد داود د مړي د پيژندلو او تثبيت دکميسيون رييس  ډاکتر فيض الله کاکړ  په يوه خبري کنفرانس  کې اعلام  وکړ ، چې د محمد داود خان او دده دکورنۍ د پنځلسو تنو غړو  مړي پيژندلي دي .   جمهور رييس حامد کرزي ، پخوا  ديو حکم په صادرولو سره  په همدې موخه دعامې روغتيا وزارت دمعين په مشرۍ يو شپږ کسيز کميسيون موظف کړي وو . 
دباختر اژانس دخبر له مخي  ډاکتر کاکړ په دي خبري کنفرانس کي وويل کميسيون  له دوو مياشتو  وروسته په دې بريالی شو د مړو بيلوونکو نښو ، اسکليټونو  ، غاښونو ، جامو ، ونو او هغه  برخې چې   ګولي ورباندې لګيدلې وې او ددوی د خپلوانو او دارواښاد دکورنۍ دنهو تنو غړو  له خوا  درارسيدلو اطلاعاتو او څرګندولو له په پا م کې نيولو سره د سردار محمد داود خان مړي وپيژندل شو  دده د څرګندونو له مخي  د څرخي پله  له پوليګون  څخه  29 مړي او دمرنجانونو دغونډي   93 مړي ترمسلکي او تجربي  ازمايشت لاندې ونيول . 
ده وويل  د مصنوعي غاښونو قالب چې اوس دالمان په موزيم  کي ساتل کيږي احتمال يې په يقين بدل کړ ځکه پخوا  د سعودي عربستان دباچا  سوغات دمصحف شريف  طلايي نسخه هم دده له جامو څخه موندلي و
   سردار محمد داود خان  د 1357 کال د ثور دمياشتې  د اوومې نيټې په کودتا کې د خپلې کورنۍ له يو شمير غړو سره شهيد کړای شو .   اوس موظف کميسيون اعلام وکړ چې دسردار محمد داود خان مړی  يې دده دکورنۍ  له پنځلسو   تنو مړو سره چې دسردار محمد نعيم خان مړی هم پکې پېژندل شوی دی  . په دې خبري کنفرانس کې محمود غازي دمحمدداود لمسي ديوې پوښتني په ځواب کي وويل  چې دوی  د غچ اخستلو لپاره افغانستان ته نه دي راغلي .