حيدر خيل ادبي ستوري شعري ټولګه تازه له چاپه راووته

حيدر خيل ادبي ستوري شعري ټولګه ، چې په ځولۍ کې يې دبيلا بيلو شاعرانو شعرونه راټول شوي ،تازه له چاپه راووته .
   ددغه ټولګې دخپريدو په وياړ د حيدر خيل ادبي بهير دټولنې په انګړ کې يوه غونډه هم جوړه شوې وه ، چې د ټولنې د مشرتابه او غړوسربيره د حيدرخيلو دمحمدصديق روهي ليسې مدير ښاغلی محمد غني سنګين ، قومي مشرانو ، شاعرانو او دخوست فرهنګيانو هم ګډون درلود .
  غونډه د عظيم الشان قران د پاکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د نوموړي کتاب ارزونه وشوه .
د ټولنې مرستيال شاکر الله شاکر وويل : چې  له ډېرې مودې يې د داسې يو کتاب د چاپولو ارمان و ، چې وکولی شي خپلې ټولنې او فرهنګ ته خدمت وکړي . ښاغلي شاکر په عربي اماراتو کې له خپل يوه فرهنګپال ورور سيدمبارک روحاني نه هم مننه وکړه ، چې ددغه اثر د خپرولو لګښت يې منلی .
وروسته د يادې شوې ليسې مدير او قومي مشرانو ويناوې وکړې  او حيدر خيل ادبي بهير هڅې يې وستايلې او د هرډول مرستو اوهمکاريو ژمنه يې ورسره وکړه .
د يادولو وړ ده ، چې دغه کتاب د سيمې يوه ليکوال او پوهاند ارواښاد ډاکټر سيدالشاه پوﻻد ته ډالۍ شوی .
  دغونډې دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چې يو زيات شمير شاعرانو په کې دزړه بړاس وايستلو .
  ددغه غونډې د پرمخ بيولو چارې د تکړه خبريال وفاجان وفا له خوا تر سره کيدلې .