سړک

يو خدايي بنده د سمندر په غاړه ګام واهه او د شونډو تر لاندې يې يوه دعا هم زمزمه کوله. شنه آسمان او آسماني رنګه سمندر او طلايي ساحل ته يې وکتل او ويې ويل: يا خدايه! کېداى شي يوازينۍ هيله مې پوره کړې؟ ناڅاپه تورې ورېځې آسمان وپوښه او رڼا برېښنا رامنځ ته شوه او د رڼا برېښنا په رامنځ ته کېدو سره له لوى عرش څخه يو غږ تر غوږ شو چې ويل يې: اې زما محبوبه بنده څه هيله لرې؟ سړي خپل سر آسمان ته پورته کړ او په ډار او لړزه سره يې وويل-: اې کريم خدايه! له تا څخه غواړم چې د کاليفورنيا او هاوايي تر منځ يو سړک رامنځ ته کړې ترڅو هر وخت چې وغواړم موټر پرې وچلوم!! د متعال خداى (ج) له خوا غږ ورته راغى چې:- اې زما بنده! زه له تاسره ستا د وفادارۍ له امله ډېره مينه لرم او کولاى شم ستا غوښتنه په ځاى کړم، خو، ته پوهېږې چې ستا د غوښتنې پوره کول څومره ستونزمن کار دى؟ ته پوهېږې چې د آرام سمندر تله بايد قير کړم؟ ته پوهېږې چې څومره اوسپنه، سيمنټ او فولاد بايد ولګول شي؟ زه کولاى شم دا ټول ترسره کړم، خو، آيا نشې کولاى بله هيله وکړې؟ سړى د څه وخت لپاره په فکر کې ولاړ او هغه وخت يې وويل:- اې زما خدايه! زه د ښځو د کارونو په اړه نه پوهېږم! کېداى شي ما پوه کړې چې ښځې ولې ژاړي؟ کېداى شي ما پوه کړې چې دوى څه انګېرنه لري؟ اصلا کېداى شي ماته وښيې چې څنګه کولاى شم ښځې خوشاله کړم؟ د پاک خداى (ج) له خوا ورته غږ راغئ چې: اې زما بنده! هغه سړک چې تا غوښتى دوه کرښې سړک وي که څلور کرښې؟؟!!