مديريت د يوۀ دسپلين پۀ توګه:

ژباړن: انبيا ژمن
 
د يوۀ دسپلين پۀ توګه – مديريت – کولاى  شو د پوهې د هغه څانګې پۀ توګه ياد کړو چې د آرونو\ اصولو له زده کړې او د ادارې له بنسټيزو چلندونو سره تړلى. د يوۀ دسپلين پۀ توګه مديريت، د مديرانو لپاره د چلند قوانين او د سرچينو – پۀ اغېزناک ډول د مديريت پۀ موخه، بېلابېلې رودې ځانګړوي.
 
همدا رانګه د مديرانو لپاره د چلند ټاکلي قوانين او د تشبث د مديريت پۀ موخه بېلابېلې رودې پۀ ګوته کوي. مديريت د زده کړې يوه دورۀ ده چې نن ورځ يې، پۀ پوهنتونونو او پوهنيزو بنسټونو کې پۀ رسمي ډول زده کړې ورکول کېږي. د يوې ټاکلې دورې له بشپړولو وروسته او يا د مديريت پۀ برخه کې د لسانس يا ډيپلوم پۀ تر لاسه کولو سره، يو کس کولاى شي د يوۀ مدير پۀ توګه دنده ترلاسه کړي.
 
د زده کړې هره څانګه چې وکولاى شي لاندينۍ دوې اړتياوې پوره کړي، د دسپلين پۀ توګه يادېږي:
 
1.      د پوهانو او مفکرينو لرل چې د څېړنو او خپراوي  له لارې اړونده پوهه تبادله کوي.
2.      پوهه بايد پۀ رسمي توګه د ښوونې او روزنيزو پروګرامونو له لارې ورکړل شي.
 
څرنګه چې مديريت دغه دواړو ستونزو ته ځواب وايي، نو وړ ګڼل کېږي چې دسپلين وبلل شي.
مفکوره پۀ نسبي ډول يو نوى دسپلين دى خو پۀ چټک ډول د پرختګ ګامونه اخلي.
 
نور بيا
 
اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_discipline.htm