مديريت د يوې پروسې په توګه:

ژباړن: انبيا ژمن
د يوې پروسې په توګه، کولاى شو مديريت ته د سره اړوند اجراآتو د يوې لړۍ نسبت ورکړو. دا يوه داسې پروسه ده چې له مخې يې مديريت، د منظمو، همغږه او ګډ کاره انساني هڅو په ذريعه د موخه ييز سازمان د جوړولو، په کار اچولو او لارښوونه لاس پورې کوي. د جورج آر. ټېري (George R. Terry) له نظره،” مديريت يوه ځانګړې پروسه ده چې له پلان جوړونې، ترتيبونې، په کار اچونې او کنټرول څخه برخمنه ده چې د بشري او نورو سرچينو په کارولو سره د ټاکل شوو موخو د ترسره کولو او بشپړولو لپاره ترسره کېږي. “د يوې پروسې په توګه، مديريت د درو اړخونو لرونکى دى:
1.   مديريت يوه ټولنيزه پروسه ده: څرنګه چې بشري فکټور د نورو هغو په پرتله ډېر مهم دى، نو په همدې سبب مديريت د خلکو تر منځ د اړيکو پراختيا ته ډېر ارزښت ورکوي. دا د مديرت دنده ده چې د سازماني موخو د ترلاسه کولو په موخه د خلکو تر منځ ګټورې او مرستندويه متقابلې اړيکې رامنځ ته کړي.
 
2.   مديريت د يو لاس کولو يوه پروسه ده: مديريت، د دې لپاره چې سازماني موخې تر لاسه کړي، د بشر د فزيکي او مالي سرچينو د يو ځاى کولو دنده په غاړه اخلي. په همدې سبب د بېلابېلو فکټورونو تر منځ د هم غاړتوب رامنځ ته کول يوه مهمه دنده ګڼل کېږي.
 
3.   مديريت يوه پرله پسې پروسه ده: دا يوه هېڅکله نه ختمېدونکې پروسه ده. دا په پرله پسې ډول د ستونزو د پېژندنې او اواري په موخه يې، د بسيا ګام اخيستنې پروسه ده. دا يوه تلپاتې پروسه ده.
 
نور بيا
اخځ: Management Study Guide
 http://www.managementstudyguide.com/management_process.htm