مديريت د يوې ډلې پۀ توګه:

ژباړن: انبيا ژمن
 
د يوې ډلې پۀ توګه – مديريت – کولاى شو د ټولو هغو کسانو پۀ توګه ياد کړو چې د يوۀ تشبث د اداره کولو دندې پر غاړه لري. کله چې وايو د ABC کمپنۍ مديريت ښۀ دى، د يو شمېر خلکو ډلې ته چې نوموړې کمپنۍ اداره کوي، اشاره کوو. نو پۀ دې ډول، له اجرايويي ريسس (CEO) نيولې تر يوۀ ټيټ پوړي مدير پورې، ټول مديران  د يوې ډلې پۀ توګه پۀ مديريت کې شامل دي. خو پۀ دوديز ډول پۀ مديريت کې يوازې، د بېلګې پۀ ډول، اجرايوي رييس، مشر، لوى مدير، مشرتابه پلاوى او داسې نور شامل دي. پۀ بله مانا، دا هغه کسان دي چې مهمې پرېکړې پر غاړه لري. دغه کسان د سازماني اهدافو د ترلاسه کولو پۀ موخه له سرچينو څخه د استفادې واک پۀ لاس کې لري او همدا رنګه – د سرچينو – پۀ اغېزناک ډول د کارونې مسئوليت يې پۀ غاړه دى.  
 
مديرت ته د  يوې ډلې پۀ توګه، کولاى شو له دوو بېلو لارو وګورو:
 
1.      ټول مديران
2.      يوازې لوړ پوړي مديران
 
تعبير يې له حالاتو سره سم چې دغه اصطلاحات پکې کارول کېږي، تړاو لري. پۀ ټوليز ډول درې ډوله مديران شتون لري:
 
1.      ارثي مدير: هغه کسان چې د څښتنتوب يا د کمپنۍ له څښتن سره د خپلوۍ له مخې مديران جوړېږي.
 
2.      مسلکي مدير: هغه کسان چې د ځانګړې پوهې او رتبې له مخې ټاکل کېږي.
 
3.      سياسي مدير يا ملکي خدمتګار: هغه کسان چې دولتي چارې اداره کوي.
 
مديران د ټولنې د نخبه ګانو د پام وړ برخه جوړوي او پۀ ټولنه کې د ژوند له لوړو معيارونو څخه برخمن دي.
 
نور بيا
 
اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_group.htm