ټرمپ د ايران په شمول، د ۷ هېوادنو پر اتباعو د ویزې بنديز ولګولو

د امريکا جمهور ريیس ډونلډ ټرمپ، تيره ورځ د ۷ هېوادنو اتباعو ته د ويزې د نه ورکولو حکم ورکړی، چې ايران هم په کې شامل دی.
د رويټرز خبري آژانس د رېپوټ پر بنسټ، د ايران، عراق، سوډان، سومالیا، لیبيا، سوريې، یمن هېوادونو اتباعو ته به له دې وروستو امريکا ويزه نه ورکول کيږي.
ټرمپ د ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي و، چې د خپل واکمني په لومړۍ سلو ورځو کې به هغه ۲ ميليونه مهاجر، چې په امریکا کې يې قانوني سرغړونې کړي، له هېواده بهر کړي او هغه کسان به ۲ کاله زندان تیر کړي، چې يو ځل له امريکا ایستل شوي او دوی بيا ورستانه شوي.