ماټیس او سټولنبرګ د ناټو د بودجې او ترورېزم په اړه خبرې وکړې

د امریکا نوي دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي پرون د ناټو د بودجې او ترورېزم په اړه خبرې وکړې. جیمزماټیس چې د جمعې په ورځ یې د نوي دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه په راتلونکو درې اونیو کې د ناټو له عمومي منشي او مشرانو سره ګوري.
جیمز ماټیس د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په داسې حال کې د ترورېزم پرضد د مبارزې او بودجې پر مسایلو خبرې کوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ناټو سخت انتقادونه کړي. د ناټو د عمومي منشي دفتر پرون وویل چې په دې ټلیفوني خبرو کې د ناټو پر اساسي او دوامدارو ارزښتونو او د اروپا او شمالي امریکا پر امنیت ټینګار وشو.
سرچینه وايي چې سټولټنبرګ او ماټیس په دې خبرو کې د دفاعي لګښتونو د زیاتولو او د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د نورو اقداماتو په ګډون د ګډ کار او د ناټو د پیاوړي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ناټو منسوخه ټلواله بللې وه او د ناټو غړي یې وروسته له هغه سخت خواشیني کړل چې ویې ویل دی ښايي د هغو هېوادونو له دفاع ډډه وکړي چې پر خپله دفاعي بودجه د خپل ناخالص ملي تولید په سلو کې دوه هم نه لګوي.
هغه ویلي هغه پیسې چې د امریکا حکومت یې پر خپل پوځ لګوي د ناټو د نورو ۲۷ هېوادونو له مجموعي بودجې څخه هم زیاتې دي.
همداراز که څه هم د ناټو غړیو له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته زرګونه سرتېري استولي، خو ټرمپ ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د ترورېزم د ځپلو لپاره نور اقدامات هم وکړي. د امریکا یوه بل پوځي مقام هم ویلي دي چې د ناټو لویه برخه بې ګټې او منسوخه ده.
د متحدو پوځي ځواکونو د بدلون د چارو عمومي قوماندان جنرال دینیس میرسیر تېره اونۍ وویل چې ناټو تر ډېره د افغانستان د عملیاتو په ګډون په بهر کې د خپلو ځواکونو پر ځای پرځای کولو تمرکز کړی دی.
میرسیر ویلي، ناټو غواړي د تروریزم پرضد د مبارزې هڅې پیاوړي کړي او د دې کار لپاره له هغو هېوادونو سره مرسته کوي چې د تروریستي ډلو له ګواښ سره مخامخ دي، خو د ترورېزم پرضد د اوږد مهالې مبارزې پلانونه لري.
ماټیس د جمعې په ورځ د امریکا د نوي دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه او په پام کې ده چې د راروانې فبروري میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نېټه په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو له دفاع وزیرانو او عمومي منشي سټولټنبرګ سره وګوري.