د امریکا مشرانو جرګې د سي سي اې نوي مشر ته د تایید رایه ورکړه

د امريکا مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو ادارې «CIA» د مشرۍ لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا نومول شوى کس تایید کړ.
خو د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومول شوى رکس ټېلرسن د لږو رايو په تفاوت تایید کړ.
مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو يا «CIA» نوي مشر مايک پامپيو "Mike Pompeo" ته ٦٦ د تایید او ٣٢ مخالفې رايې ورکړې. د بهرنيو اړيکو کمېټې بيا ټېلرسن ته ١١ موافقې او ١٠ مخالفې رايې ورکړې. دى پخوا د تېلو او ګازو د مشهورې کمپنۍ اېکسون موبايل "Exxon Mobil" مشر و.
د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کراکر  وويل، دى شک نه‌لري چې ټېلرسن مسلکي کس  دى. ښاغلی کارکر زیاتوي:
"زه په شخصي ډول شک نه ‌لرم چې رکس ټېلرسن ډېر وړ کس دى. هغه د نړۍ په سطحه اتمه لويه کمپني چلوله چې ٧٥ زره کارکوونکو ته‌ يې د عايد زمينه برابره کړې."
خو ډیموکرات سناتور بين کاردين وويل، دى د ټېلرسن مخالفت کوي، ځکه د روسيې پر ضد د بنديزونو او نورو مهمو نړيوالو مسايلو په باب د ده عکس‌العمل څرګندوي چې دى به د بهرنيو چارو وړ وزير نه‌ وي.
تمه کېږي ټېلرسن د بهرنيو چارو د وزير په توګه هغه وخت تائيد شي چې سل کسيزه مشرانو جرګه دى تائيد کړي. په سنا کې د جمهوري ‌پالو شمېر ٥٢ ته رسېږي او اکثريت دي.