
روسيې خبردارى ورکړى چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به ددغه هېواد حالات نور هم خراب شي.
د روسيې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه څرګندونې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف پرون په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
هغه زياته کړې، د امريکا د نوي حکومت له خوا داسې يوه پرېکړه چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي؛ نو ددغه هېواد حالات به نور هم خراب کړي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوي حکومت له مسکو سره په دې اړه کومه خبره نه ده کړې.
کابلوف ويلي: (( څومره چې زه معلومات لرم، ټرمپ تر اوسه په دې اړه کومه اراده نه لري چې له افغانستان څخه سرتېري وباسي چې معقول کار دى .))
خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې چې که په اوسنيو حالاتو کې امريکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو کومه پرېکړه وکړي؛ نو هر څه به له منځه لاړ شي .