پاکستان هڅه کوي د افغان پاسپورټونو له لارې هند ته ترهګر ولېږي

هندي چارواکي وايي، د جمهوریت ورځې په درشل کې یو شمېر پاکستاني ترهګر هڅه کوي چې د افغانستان په پاسپورټونو د هند خاورې ته ننوځي.
په هند کې د جنورۍ ۲۶ د جمهوریت ورځ ده او دا ورځ په پرتمینو مراسمو نمانځل کېږي. د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د دغه هېواد د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي، په پاکستان کې دېره ترهګرې ډلې هڅه کوي چې له افغان هویت څخه په استفادې هند ته داخل شي او ځینو یې د افغانستان جعلي پاسپورټونه هم اخیستي دي.
دوی وايي چې په دې اړه یې لومړی ځل په وروستیو کې له دوو افغان ځوانانو، چې هند ته ورغلي وو، معلومات ترلاسه کړل.
د هند د استخباراتو د ادارې د څېړنې څانګه باور لري چې ای. ایس. ای په پام کې لري، پاکستاني او افغان اتباع استخدام کړي او بیا یې د تروریستي حملو لپاره هند ته ولېږي.
هندي استخبارات وايي پاکستاني استخبارات غواړي چې د جمهوریت په ورځ په هند کې د فرانسې د نیس ښار په شان بریدونه وکړي.