
د افغانستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزیرانو په پلازمېنه کابل کې په ارګ کې د همکاريو پنځه سندونه لاسليک کړل.
یاد تړونونه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ترمنځ لاسلیک شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دغو سندونو د لاسلیک پرمهال وویل چې یاد سندونه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دي.
هغه وویل: "دغه هوکړه ليکونه د نشه يي توکو د قاچاق او له چمتو کوونکو سره يې د مبارزې، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاريو، د ټرانسپورتي زېربناوو په برخه کې د همکاريو د پراختيا پروتو کول د امنیتي ګډ کمېسیون جوړول او د ۲۰۱۷ کال لپاره عمل پلان جوړول دي."
افغانستان تردې وړاندې هم له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریز، اقتصادي او د برېښنا انرژۍ په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغانستان دا مهال تر ډېره خپل سوداګریز توکي له ازبکستان څخه واردوي او د ریل پټلۍ چې له چین څخه افغانستان سره نښلول شوي د ازبکستان له خاورې تېرېږي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د افغانستان ډېری د اړتیا وړ برېښنا له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا ده.
درې میاشتې وړاندې هم افغانستان ته د سل زر ټنه غنمو د انتقال تړون د دواړو هېوادنو ترمنځ لاسلیک شو او د ریپوټونو له مخې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي هم د دغو تړونونو لاسلیک کېدل د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره ګټور بولي.
د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي: "دغه درې تړونونه چې وشول اکثرو یې اقتصادي اړخ درلود، زموږ نظر پکې اخیستل شوی دی او زه هیله من یم چې د عمل لپاره یې تدابیر ونیول شي، واقعاً دا یو نوې صفحه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرانیستل کېږي."
ښاغلی الکوزی وایي، دغه تړونونه د افغانستان د خصوصي سکټور لپاره خپل ځانګړی اهمیت لري او دواړه هېوادونه باید د دغو تړونونو په عملي کېدو کې خپلې هڅې وکړي.