پښتنو حجرې

راړنګه شه پخې شپې د ديدار له پاره وي
ســاړه ســاړه وختونـــه خو د وار له پاره وي
د زړونو راکړه ورکړه ده په مينه کې اړينه
په ژوند کې خو سړی پيدا د کار لپاره وي
د غم کاڼي راوله چې مې ژوند پرې ښايسته وي
جانانـــــــه نغـــــــــــری خو د انګار لــــــــه پاره وي
په تاسې کې خو ستر خلک وي سترې سرمايې
په مونږ کــــې خو د سر سړي د دار لــــه پاره وي
د چپ ناستي دې ځار شم څه خو ووايه جانانه
حجـــــــــرې د پښتنو خو د بنډار لــــــــه پاره وي
په شوق يې د راتللو اوږده لار څاره جلانــــه
مينـــــې سترګــــې تل د انتظار لـــــه پاره وي
سيدجيلاني جلان