
که څه هم په دې وروستیو کې د کابل او پاکستان اړیکې خورا سړې شوې، خو په افغانستان کې د برېتانیا سفیر ډومنېک جرمي وايي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغونې لپاره اقدام کوي.
ډومنېک جرمي ازادي راډیو ویلي، اسلام اباد ته ځي او پاکستاني چارواکو ته به ووايي چې د دواړو هېوادونو د اوږدمهالو ګټو لپاره اړینه ده چې د ثبات لپاره مثبت فکر موجود وي.
ده ویلي، دی به دا هم ووايي چې دا په چین، ایران، هند او برېتانیا پورې اړه نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو په سیاسي فضا پورې اړه لري چې باید اقدام وشي.
نوموړي ويلي: ((اساسي اجنډا دا ده چې برېتانیا څه ډول توانېږي د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ملاتړ وکړي، څو د ځینو هغو سیاسي ستونزو د لهمنځه وړو لپاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ شته کار وشي.))
جرمي زیاتوي، برېتانیا په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړې، اساسي خبره دا ده چې دواړه هېوادونو متقاعد شي چې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي.
د کابل او اسلام اباد اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان پر هغو ژمنو چې په څلور اړخیزو غونډو کې کړې وې چې ګویا وسلهوال طالبان به د خبرو مېز ته کېنوي عمل ونه کړ.
دغه شان افغان حکومت پاکستان پر دې تورن کړی چې په افغانستان کې څو وروستۍ خونړۍ حملې په هغه هېواد کې پلان شوې وې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا- بیا ویلي چې پاکستان له افغانستان سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی او د دغه هېواد د جګړې د ختمېدو لپارهیې له پاکستان پرته یوه سیمهییزه اجماع رامنځته کړې ده.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو تر ترینګلي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه د ډیورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې سره ونښتل چې له دې سره سم په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو شدت واخیست او نږدې شپږ لکه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
په ورته وخت کې افغان کارپوهان وايي چې پاکستان د سیمې او نړۍ له انزوا سره مخ دی او دا مهال بریتانیا هڅې کوي چې پاکستان له دې انزوا څخه راوباسي.
قدرتالله ځواک په دې اړه ويلي: ((په دې وروستیو کې پاکستان په بشپړه توګه په یوه انزوا کې دی، نو په همدې خاطر پاکستان هڅه کوي، برېتانیا په معامله کې ورګډه کړي او په افغانستان کې فعالیتونو ته مشروعیت ورکړي او نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نهکوي.))
د هغه په خبره ښايي دا اقدام رښتینی نهوي؛ ځکه برېتانیا له یوه نوي سیاستوال سره چې غواړي اړیکې یې له هېوادونو سره محدودې شي مخامخ ده نو له همدې امله هڅې کوي چې ځان د سیاست ډګر ته راکاږي.