د انسان ارزښت او معنوي ښکلا د ټولنې لپاره

هرانسان په هر وخت او هرځای کې ښکلاخوښونکی له بدو اوبدرنګو شیانونفرت کونکی خاصیت لري نو هرانسان ته په کار ده چې په هروخت اوهرکار کې دښکلا تولیدونکی اوښکلا زیږونکی صفت له ځان سره ولري اویا دیاد صفت درلودونکی واوسي همدارنګه په ټولنیزژوند کې ښکلا ته ارزښت ورکړي چې دزیاراوکوښښ ثمره ده، ښکلا داسې یوڅه دي چې په هغې سره دهرشي کیفیت لوړوالی مومي، کله چې دیوشي کیفیت ښه اولوړشي ، نوله لوړکیفیت سره دمینې اومحبت پیدا يښت وده اونموکوي،هرڅوک ښه خواص لرونکي شیانوته دارزښت له ورکولوسره سره مینه هم ورکوي،مینه دیوشي سره په دې معنا چې داشی د ښه اوزیات ارزښت په لرولوسره دخوښۍ وړګرځوي ، مینه دپرمختګ سمبول هم بللی شو،له دې که راتیر شو داهرڅه دالله ج له طرفه دانسان په واسطه منځ ته راځي، انسان کولی شي یوڅه ته ښکلا ورکړي اویوڅه په بدیوبدرنګ کړي، ددې وړتیا انسان لري خودانسان په هراړخیزې ښکلا کې غیر له الله ج څخه څوک تغیر اوتبدیل نه شي راوستی ،انسان کولی شي په معنوي لحاظ خپل لاندې شیان ښکلي اوتغیر کړي ،ترڅوپه بدل کې یې هغه څه وویني چې دښکلا اوښایست زیږنده یې بللی شو چې دهغې شي نوم مینه دی ،خوی،خصلت،اخلاق کړه وړه اوداسې نور...‎‎داکاردانسانود ديروهڅونتیجه ده چې دانسان په وجودکې یې دخوند اومزې حس فعال ساتلی دی، دمثال په ډول که په ژوندکې دهرې ستونزې سره مخ وې اوچا ستا درد نه شوی احساس کولی ،نوددې تکلیف سره سره هم ته په ښواونیکواخلاقو سره دحوصلې په کولوسره په ورځني ژوند کې ښه معامله وکړه.
انسان څومره ښکلی اوڅومره بدرنګ دی هغه انسانان چې علم پوهه او ښه معنوي جوړښت لري هغه په ټولنه کې دمیوې لرونکې ونې مثال لري، ډیر داسې انسانان شته چې ټولنې ته دهراړخیزو هڅو اوکوښښونوپه نتیجه کې خیر اوګټه رسوي همدارنګه ډیرداسې انسانان زموږ اوستاسې ، په ټولنه کې موجود دي چې دهغوي په شتون دشرم احساس کوو، لیونیان نه یادم نه هغه انسانان یادوم چې دالله له طرفه په فطري شکل سالم عقل نه لري، هغه انسانان یادوم چې په خپل لاس یې ځانونه دالله په قهر اوغذب کې اچولي لکه: عملیان پوډریان،غله،انسان ځورونکي اوداسې نور....
تر ډیره زموږ دټولنې نوي ځوانان په دې فکر سره زده کړې کوي چې زیاتې پیسې اومال په راتلونکې کې ولري دافکر ورسره نشته چې که سالم او روغ عقل ونه لرم هیڅ به لاسته رانه وړلی شم ،په حقیت سره څوک چې سالم فکر اوعقل ونه لري هیڅ شی نه شي تر لاسه کولی دهرکار په کولوسره دستونزو اومشکلاتوسره مخ کیږي .
دنوي نسل دځوانانواوښونځي دشاګردانوڅخه که تاسې پوښتنه وکړئ چې دزړه راته ووایه! تعلیم دڅه لپاره کوې؟ نوهغوي به ضروردرته ووایي چې دښې راتلونکې لپاره ددوی فکر دادی چې ښه راتلونکې په پیسوجوړیږي، په دې نه پوهیږي چې دراتلونکې ژوند برابرونکی الله ج دی هرڅه هغه درته برابروي په ټوله نړۍ کې یوازې هغه روزي ورکونکی دی ،ترهغه شپه نه راولي ترڅویې چې ستا رزق نه وي درته حواله کړی .
هرانسان ته په کارده چې زده کړه دفکر،ذهن اوټولنې دجوړولولپاره وکړي، کله چې یوانسان علم اوپوهه لرونکی شخصیت شي هغه دژوند په ارزښت اوښکلا پوه شي، هغه داسې یوشخص شي چې خلک تل
ورڅخه دښکلا اوښوکړو وړو تمه لري، هغه انسان خپله ټولنې ته ارزښت لرونکی اوښکلی ښکاري ډیرداسې انسانان شته چې دهغو له موجودیت څخه خپله کورنۍ ،کلی ، ولس ، ولسوالي ، او ولایت خلک په تکلیف اودستونزوسره مخ وي.
نواوس تاسې ووایئ علم اوپوهه دڅه لپاره یوانسان باید حاصله کړي، ددې لپاره چې دټولنې خلکوته ارزښتناک اوپه خیر تمام شي ؟ اوکنه دولایت او اوفغانستان په سطحه بلا !؟ چې ټول خلک ترې په ویره کې ژوند کوي ژوند دهغوچا لپاره ښکلی دی ، چې دژوند په ارزښت پوه وي دعلم زده کړه په هرمسلمان نارینه اوښځینه فرض ده ،ددې لپاره چې هرانسان دټولنې لپاره په خیر اوګټه تمام شي نه په شر اوفساد الله ج دزماسره ټولومسلمانانوته په نیکو هدایت وکړي چې پس پاتې اودردیدلې ټولنې ته دخیر اوښیګڼې مصدروګرځي.
په درنښت
احسان الله هلال/ کابل/ ۱۳۹۵/۱۱/۴