يوه تاريخي تلمېح او ادبي تجاهل العارف!؟

طنز:
زه لکه نهه کلن ماشوم په ډېروزياتو څيزونو، رازونو، د ژوند په رمزونو ، تاريخي فکټونو او حقايقو باندې هېڅ نه يم خبر !
خو له مشرانو، تاريخ ليکوالو او سياستوالو څخه مې اورېدلي دي: چې و، نه و ؛ پخوا په زمانه کې چې د افغان ـ انګليس درېيمه جګړه وشوه، له هغه وروسته انګرېزانو وپتېيله چې د کندهار د ميوند ـ کوېټې او د ننګرهار د خيبر ـ پېښور له لارې خپلې مرګونې لښکرې له افغانستان څخه وباسي. د انګرېزانو کوم پوځي ټولګي چې په کابل( بالا حصار، بي.بي.مهرو، کلای جنګي، شېر پور او کلوله پشته) کې مېشت وو او شمېر يې شاو خوا (۱۵۰۰۰) کسانو ته رسېده، له خپلو وسلو سره د بُتخاک له لارې مخ په خاک جبار او تېزين د ننګرهار د سره رود او کامې پر لور وخوځېدل خو پر لارې کې ورته افغاني ملي غازيانو د غازي وزير محمد اکبر خان او د هغه د خُسر غازي محمد شاه خان « بابرکرخېل ـ غلځي » په مشرۍ د ډېرو غازيانو په ملتيا لارې نيولې وې او د انګرېزانو هغه زورور لښکر يې د لارې په اوږدو کې تارو مار، نېست او نابود کړ.( ۲۱۱) تنه انګرېزان( نر، ښځې او ماشومان ) يې اسيران ونيول، نور يې ټول له تېغه تېر کړل او يوازې ډاکتر برايډن نيم ژوانده ( مړ ژوانده ) د ننګرهار تر سره روده پورې د ملک ارسلاح خان تر کور ـ کلي، باغ او ځمکو پورې ورسېده او نور هلته له آس څخه بېهوښه پر ځمکې ولوېد....
سهار وختي ملک ارسلاح خان په خپلو ځمکو ګرځېده او سترګې يې د انګرېزانو په پوځي جامو کې پر يوه مړژوانده انګرېز افسر ولګېدلې ؛ ارسلاح خان د دې لپاره چې د کورنۍ غړي، خپلوان، دوستان، تربوران او دښمنان پرې خبر نه شي ! نو وار د واره يې ډاکتر برايډن پر شا کړ او په خوارۍ زارۍ يې د انګرېزانو تر عسکري چوڼۍ پورې ورساوه... وروسته وروسته د ارسلاح خان د دې ستر خدمت په مقابل کې ( چې يې انګرېزي ډاکتر برايډن ) ته کړی و، نو انګرېزانو ملک ارسلاح خان ته ډېرې وسلې او پېسې د ډالۍ په توګه ور کړې....( دا کيسه د مير غلام محمد « غُبار » په تاريخ کې « افغانستان در مسير تاريخ » کتاب کې هم ذکر شوې او ثبت شوې ده...)
منځ کې لسګونه، شلګونه او زيات له سلو جمع... کلونه تېر شول. په افغانستان کې په ۱۳۵۷ کال کې د وسله وال پاڅون په پای کې د سردار محمداؤد دولت نسکور او نوی انقلابي رژيم منځ ته راغی، يو کال ( لږ او ډېره موده ) وروسته په افغانستان کې د «شوروي اتحاد» د وسله وال تهاجم په مُقابل کې د افغانستان خلک د دين او خپلواکۍ د ګټلو « جهاد » په نوم را پورته شول ؛ په هېواد کې جګړو ورځ تر بلې زور واخيست او د عبدالحق په نوم يو سړی د « مجاهدينو » له خوا څخه د کابل ولايت د چريکي عملياتو د قوماندان په توګه وټاکل شو، وروسته وروسته هغه عبدالحق د انګلستان تر موجوده ژوندۍ ملکې پورې او د امريکې د متحده ايالتونو تر سپينې ماني او د هغه هېواد تر ولسمشر: رونالډ رېګن پورې هم ورسېده او...؛ د انګلستان موجوده ملکې د ملکه ويکتوريا لمسۍ هغه قوماندان عبدالحق ته په خپل ملکيت کې اتمه برخه په رسمي توګه ور وبخښله ؛ دا ځکه چې ... وختونه تېر شول، په ۱۳۷۱ کال کې د ډاکتر نجيب الله حکومت د جنرال نبي « عظيمي » په مشرۍ د روسانو« کا.جې.بې.» او ببرک « کارمل » په لارښوونې د يوې پوځي کودتا او سياسي دسيسي په پايله کې نسکور شو... بيا مجددي او رباني منځ ته راغلل او د مجاهدينو خپل منځې جګړې، ورپسې د « طالبانو » د رژيم نخرې د افغانستان پر خلکو تر ۲۰۰۱ م. کال پورې تېرې شوې، ورپسې انګرېزانو وپتېيله چې هغه عبدالحق چې حاجي شوی هم و، د طالبانو د رژيم له نسکورولو څخه وروسته د کابل د ارګ حُکمران مقرر کړي ؛ خو د ننګرهار د حصارک او د لوګر د ازرې ولسوالۍ تر منځه د غرونو په کوم ناو ( دره ) کې وسله والو طالبانو ته په لاس ورغی او هغه يې د کلاشنکوف د مرميو خوراک کړ....
وروسته د بُن له کنفرانس څخه حامد خان « کرزی » د حاجي عبدالحق پر عوض د انتقالي حکومت نيمه او سمبوليک ( شاه شجاعي ) واکمن او نايب سالار شو... او حاجي عبدالحق ته يې د « ملت د شهيد » لقب ورکړ او د دويمو مکروريانو هغه څلورلاری، کوم چې د دولتي مطبعې، د مکروريانو د پله ، د دنيا په نوم د ودونو د لوکس قصر او د مکروريانو د تېلو ټانک ته په نژدې سيمه کې واقع دی ؛ د حاجي عبدالحق په نوم ونوماوه....
وختونه او کلونه تېر شول....
نن مې هسې په زړه کې ملک ارسلاح خان را وګرځېده، بيا مې له خپل ځان سره په خپل ګرېوانه کې وويل:
ـ حاجي عبدالحق « د ملت شهيد » خو به د ملک ارسلاح خان څه نه کېده !؟
ـ حاجي عبدالقدير « د ملت شهيد » خو به د ملک ارسلاح خان څه نه کېده !؟
ـ حاجي عزيزالله ( حاجي دين محمد ) خو به د ملک ارسلاح خان کوم څه نه کېږي!؟
ـ محمد حسين د حاجي دين محمد ورور د عبدالله « مربع » سلاکار خو به د ملک ارسلاح خان کوم څه نه کېږي !؟
ـ حاجي عبدالظاهر « قدير » خو به د ملک ارسلاح خان کوم څه نه کېږي !؟
ـ هدايت آمين « ارسلاح » خو به د ملک ارسلاح خان کوم څه نه کېږي !؟
ـ ډاکتر ننګيالی « ارسلاح »( چې د پوهنې وزارت سلاکار و !)هغه خو به د ملک ارسلاح خان کوم څه نه کېږي !!؟؟