سرتاج عزيز :  طالبان د ډېرې اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولی شي ننګونې، ديپلوماتيک او نظامي پيغامونه

د اردن د پاچا عبدالله په چوپړ کې د فلسطينيانو قاتل موږ ته پرېښته شوه
 
د سرتاج عزيز په خبره کې د پاکستان د دوامداره او اوږدې نيابتي جګړې پيغام پروت دی. دا ډول پيغامونه د بوټو او ضياء د وخت له هغه پټو موخو او عقدو سره تړاو لري چې بوټو د پنجاب د بقا وتضمين لپاره اندېښنه لرله. ضياء د همدغو اندېښنو ليرې کولو ته عملي بڼه ورکړه. د جنګ تداوم او د افغانستان خوږمنول د سندهي سيکولر او د هندي الأصله مهاجر ګډه هيله وه او هم غني ته له لوی درستيز باجوه سره د کابل، کندهار وهېلمند د خونړيو بريدونو د تلېفوني خبرو ديپلوماتيک ځواب او له خپلو پوځي مقاماتو يې ننګه ده



د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، طالبان د ډېرې اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولی شي.
سرتاج عزيز د افغانستان له چارواکو وغوښتل چې په خپل هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه پر خپل دريځ بياکتنه وکړي.
 
سرتاج عزيز لومړی له خپل لورې د طالب په نوم خپلې نظامي نيابتي يا راتپل شوې جګړه د تداوم خبره کوي. په بله مانا د پنجاب د نظامي واستخباراتي ((څارګرې)) ادارې لاسوهنې او جګړييز پيغام د ملکي پښتون سياستوال پر خولې د ښاغلي غني د هغه تېلفوني خبرو چې له لوی درستيز باجوه سره يې کړې وه او هغه ورته په نظامي ژبه ځواب ورکړی، خو سرتاج عزيز هماغه خبرې په ديپلوماتيکه ژبه وکړې او د دوامداره او اوږدې جګړې ته يې د تابيا پيغام موږ او نړيوالو قوتونو ته راکړ.
 
د همدې پيغام تر څنګ يې له طالب سره د سولې د خبرو پيغام راکړ، خو دلته دوه خبرې دي :

  • د سولې خبرې
  • د سولې مخنيوی
د سولې خبرې خو ډېرې وشوې او لا کيږي به، درست ده چې په دولت کې هم د سولې ضد عناصر او متعصبې کړۍ شته چې خپلې ګټې د سولې پر ځای په جګړه کې ويني، خو له بل لورې د سولې په مخنيوۍ او د سولې او خبرو په لاره کې خنډونه اچولو کې لومړی دوی خپله ((پاکستان)) تر هر چا مخته دی.
 
د بېلګې په توګه کله چې د طالبانو مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوی له خوښې پرته له افغان حکومت سره خبرې کړې وې، نو نتېجه يې هغه شوه چې تش په نوم يې د رسنيو پر وړاندې خلاص، خو لا تر اوسه يې له رسنيو سره له خبرو هم منعه کړې. داسې ويل کيږي چې خپل ذهني توازن يې هم له لاسه ورکړی. د طالبانو بل پخوانی چارواکی ښاغلی اکبر اغا وايی : ((څومره ظلم چې له ما سره په پاكستان كې شوی هومره په افغانستان كې نه دی شوی)).
 
همداسې ملا عثمان، ملا رباني، ملا داد الله و ملا منصور دواړه وروڼه، ملا عبيدالله اخوند، استاذ ياسر، تخاری مولوي عبدالرحيم ثاقب، ملا معتصم، مولوي عبدالسلام اخوند او داسې نور چې دا ټول د همدوی له لاسه وژل شوي او داغل شوي دي. ان تر دې چې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند او ځينې نور هم له ورته سرنوشت سره اخته دي.
http://farughafghan.com/ReturnNews.aspx?item=iqapK7182g%5EQDN4EGSFVFMxA3bhhzM5IDZOFkSeaGaa32hsh
 
اګر چې له دود سره سم پاډوګر په کڅوړه کې د خپل نيول شوي او ساتل شوي مار له لاسه چيچل کيږي، خو زموږ دغه مسلمان پاډوګر ګاونډي دومره ماهر دی چې خپل روزل شوي ماران په داسې اسانه چل ول او هنر سره نيسي او په داسې اسانه او ساده يې پخپلو تاڼو کې ووژني چې له وژلو يې هم څوک په اسانه په کلونو نه پوهيږي، تر څو چې خپله يې ونه وايی او يا يې ترې د معتصم اغا غوندې په اللهم خلاص شي.
 
دی خو له افغان حکومته د سولې لپاره په خپل دريځ د بيا کتلو وړانديز کوي، خو ولې خپل حکومت ته بيا دغسې وړانديز نه کوي چې د افغانستان په هکله نور د بوټو او ضياء د هغه منحرفې پاليسې نه لاس واخلي چې د افغانستان لپاره يې لري. دوی دې د بوټو او ضياء له هغو موخو او عقدو څخه لاس واخلي چې هېچا ته ګټه نه کوي. افغانستان بايد له دې وروسته له خپل درانه خوبه راوېښ او د دوی د نيابتي دوامدارې او اوږدې جګړې لپاره تعرضي او دفاعي پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړې کړي او دېته هوډمند اوسي چې څنګه له خپلې خاورې ساتنه او دښمن ته څنګه ځواب ورکړي.
 
د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وويل، طالبان به ممکن دا توان ونه لري چې د افغانستان يوه برخه يا پلازمېنه يا کوم لوی ښار ونيسي.
«له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د دوی (افغان چارواکو) دريځ ډېر ماتېدونکی دی. موږ غواړو چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت بريالی شي چې خپل حاکميت پر ټوله خاوره ټينګ کړي، له دوی غواړو چې طالبانو او نورو ډلو ته په زغرده ووايي چې ټوله نړۍ غواړي چې له کابل سره خبرې وکړي او مسله حل کړي ځکه چې هېڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.»
 
سرتاج عزيز ته پته ده چې اسلم بېګ، بېنظيرې او حميدګل مخکې هم د ډاکټر نجيب الله په وخت کې پر جلال اباد خپل بېساری زور وهلی. ډاکټر نجيب الله د پنجابي يرغل پر وړاندې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پخپله راغی او له جنرال حميد ګله يې داسې غول ومتيازې وبهولې چې له قبره يې هم د وېرې او ترس له لاسه لا د غولو او متيازو بوي راخېژي. سرتاج عزيز ته پته ده چې طالب لا څه ان چې پاکستان نه شي کولی له دې وروسته يو ولايت يا مهم ښار ونيسي. کندوز هم په حقيقت د حکومت د خپلمنځي ستونزو له لاسه له دوه ځلې سقوط سره مخ شو چې نور ابعاد هم لري، کنه هلته به دې هم د جلال اباد په شان سوټې وتلی وای.
 
سرتاج لالا له يو لورې د افغان حکومت لپاره پخپله خاوره د حاکميت د ټينګښت خبره کوي، خو له بل لورې يې بيا خپل تازيان او ايله جار راخوشې کړي. له امريکا او نړۍ د ترورېزم په نوم مرستې هم اخلي او ترورېزم هم ورته زېږوي. امريکا به تر څو تاسې ته په ميلياردونو ډالره درکوي؟
 
دا چې سرتاج عزيز يې د افغان حکومت پر خوله طالب ته وايی چې سوله د نړيولو غوښتنه ده، نو افغانان او نړۍ خو درته دا يوه نيمه لسيزه چاپيره ده چې طالب له افغان حکومت سره خبرو ته خوشې کړه، خو تاسې يې نه خوشې کوئ.
مولوي عبدالسلام ضعيف ژوندی دی. د نياو وعدالت پر ورځ د نبي عليه السلام له شفاعته خلاص شې چې تا ته پته نشته چې جنرال محمود د طالبانو د وخت سفير مولوي عبدالسلام ضعيف ته څه ويلي وو؟
 
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له طالبانو سره د مرستې پټ هوډ شتون درلوده، چې هغوی يوه ورځ بيا د جګړې ډګر ته ورودانګي. د کندز له پېښې دوه اوونۍ د مخه د آی ايس آی د هغه وخت مشر جنرل محمود يوې پټې غونډې ته ورغی او داسې ادعا کيږي چې جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل :
پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.
جنرال محمود وغوښتل چې له ده سره وويني، نو ده بيا دا وويل چې : ((موږ به له تاسو سره يو. موږ به د افغانانو سره يو. موږ به د جهاده سره يو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو)). ما په خپل کتاب کې هم ليکلي چې ((هغوی دوه مخی سياست وچلولو. امريکا ته به يې يو څه ويل او موږ ته به يې بل څه ويل)).
 
سرتاج عزيز لالا که لږه يې سره سپينه او روښانه ووايو دا د جهاد په نوم لنګه لکه د صالح عليه السلام اوښه چې خپل قوم ته يې ښې پرېمانه شيدې ورکولې تاسې به کله د طالب وحقاني شبکې په پلمه له دې لنګې جهادي غوا له لشلو ((لوشلو)) لاس واخلۍ؟ امريکايي سناتور ښاغلي تډپو خو روښانه کړې چې ((پاکستان له ۲۰۰۱ ميلادي کال راپدېخوا له امرېکا ۳۳ ميليارده ډالر ترلاسه کړي خو د حقاني شبکې پر ضد يې هيڅ د پام وړ اقدام نه دی کړی)). اشغال يې ناجايز او مرسته يې ځانته جايز بولئ. الله تعالی دې هبة وحقانيانو ته د سمې لارې لارښوونه وکړي چې داسې مفت ايله جار يې موندلي چې د خپل ځان په پلورلو هم نه پوهيږي. کله به يې نکاح له امريکا، کله روس، کله له چين او کله له نورو سره تړي او دوی خواران يې د اکوړې په سور ږيري خوشاله کړي او د مړې خيټې مفتې سياسي فتواوې ورکوي چې ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي)).
 
سرتاج عزيز لالا له موږه ښه ساده ګان جوړ کړي دي. خپل غول او تر سره شوې نادودې اوس هم پر موږ راتپي. موږ ورته ساده ګان برېښو.
 
سرتاج عزيز لالا دې يو ځل د ځان غوندې د څارګرې ادارې په چوپړ کې د کاکا صاحب هغه ترکتباره سترګور اسلامپال ته هم وګوري چې د خپلې څارګرې په چوپړ کې د يو سيکولر سوشياليست بوټو لپاره به کابل د درملپلورلو په پلمه د شيطانۍ ((جاسوسۍ)) پيغامونه د هغه وخت درې تنو غولول شويو زلموټو ((مرح)) ته تبادله کول. کاشکې چې هغه وخت زموږ دريو غولول شويو زلمکيو او ننني مولوي عبدالصبور او اړوندان يې خپل او د نورو د ((سيکولرېزم او د لا دينيت دواړه رمزونه)) پېژندلی وای. له علماو غواړي چې د سيکولرېزم او د لادينيت رمز ((بُت)) مات کړي، خو د نورو د غبرګو بُتانو عبادت او چوپړ ته يې د اسلامپال ترکتباره په لمسون سترګې پټې کړي او د چوپړ سر ورته ټيټ کړی دی.
 
Mohammad Ali Jinnah:
State of Pakistan has nothing to do with your religion.
Jinnah ate pork and drank whisky (all delicious things)
مولوي عبدالصبور :
زه نه پوهېږم چې ده ته د غازي خطاب بيا وروسته چا ورکړی دی؟ او بيا ده سمبول چا جوړ کړی دی؟ دا د سيکولرانو سمبول دی. دا د ليبرالانو سمبول دی. دا د ازاديخواهانو سمبول دی. د افغانستان د علماو، مجاهدينو د صلحاو او د فقهاو او محدثينو لپاره يوه منفوره څيره ده.
 
دا يې هغه شعوري ((مکتبي)) اړخ دی چې د نورو په لمسون د خپل غازي او د نورو د سيکولرانو توپير نه شي. دا چې زموږ ځينې تېر وتلي د جماعت اسلامي وجمعيت اصلاح اړوند علماء داسې اپلتې وايی، نو بيا دې له ځانه دا پوښتنه هم وکړي چې دغې پورته سيکولر ته ولې څوک د قائد اعظم خطاب کوي؟ دا خو داسې نه ده چې ته ملا شوې، نو د تکفير صلاحيت ستا شو؟ حال دا چې خپله منکر او په مخکې يې بيا بل متعصب وفاشيست د پښتنو ضد د ((دقيق)) کافر حکم کوي. ان تر دې چې له نورو علماء غوښتنه کوي چې دغه بُت مات کړي، نو بيا جماعت اسلامي وجمعيت اصلاح ته چې نوموړی ترې خړوبه شوی، ولې د هغو غبرګو سيکولرانو بُتان نه ماتوي چې زموږ درېواړه بُغات ورتښتېدلي او هلته يې په غېږه کې پراته ول؟
 
طالبان وحقانيان و ننني داعشيان يې بيا غير شعوري ((نالوستې)) طبقه ده، خو په ټوله کې ټول د افغانوژنې او د افغانستان د خوږمنولو لپاره بيا ټول په ګډه د يو ټيم (altogether as a team) په شکل کار کوي. د سرتاج عزيز لالا څارګرې ادارې موږ ته داسې تخم نه دی کرلی چې په اسانه يې چاره شي. دا په زغرده ويلای شم چې د الله تعالی د ستر اسماني لارښود کتاب په تضمين سره چې ((لاتقنطوا من رحمة الله)) دا هيله له موږ سره هر وخت شته چې ډېر ژر به د ځوان نسل سترګې وغوړيږي او فکرونه به يې خلاص او زړونه به يې مطمئن ((ډاډه)) شي او دا به ورته ثابته شي چې زموږ له اسلافو سره چا د اسلامي ماسک تر پردې د دوه مخۍ او دښمنانه چلند کړی دی. ډېر ژر به هر څوک پر خپلو کړنو پښېمانه شي.
 
سرتاج عزيز لالا داسې هم نه ده چې دا ملت نه پوهيږي، لکه څومره چې تاسې انګېرنه کوئ. دا ملت له تا ډېر هوښيار دی، خو تش لاسی او بېواکه دی. که لږه يې درته نوره په سپينو ټکو او يا په ډانګ پېيلې توګه ووايم ستا له عمر سره نور دروغ او د بل لپاره غاړه بندول ښه نه برېښي. الله تعالی شاهد دی چې هغه بوډۍ به هم که په خوله درته څه نه وايی، نو په زړه کې به در څخه ښه پرېمانه کرکه ((نفرت)) وي چې دا سپين ږيری څښتن مې څنګه د نارواو پورې نښتی دی.
 
عزيز همداراز وويل«فکر کوم دوی به تر سخت فشار لاندې راشي او که په ۲۰۱۷ کې جدي خبرې پيل شي دا به په افغانستان کې د سولې لپاره ښه هيله وي.»
د افغانستان حکومت تل له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی اعلان کړی خو په وروستيو ورځو کې د طالبانو له لوري له خونړيو حملو وروسته ځينو افغان چارواکو وويل چې نور هغو طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه نه ورکوي چې د جګړې پر دوام باور لري.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري رسماً سولې ته لېوالتيا نه ده ښودلې.
 
د سرتاج عزيز لالا حافظه لکه چې کمزورې شوې او دا د بوډاوالي نښې دي چې انسان ته په دغه عمر کې د هېروالي dementiaستونزې پيدا کيږي. خبرې د سړي هيريږي او له ياده يې ووځي. د سرتاج عزيز لالا لکه چې هېر شوي چې پخوانی هېواد مشر د سيکولر سوشياليست لور مرحومې بېنظيرې او د هغې لوفر څښتن ته شل ځلې له کابله اسلام اباد ته سفرونه وکړل. له ملايانو نه نيولې تر لوبغاړو پورې ټولو پښتنو سياستوالو ته يې شخصي ليکونه واستول او ترې ويې غوښتل چې له موږ سره له طالبانو سره په سوله کې مرسته وکړي، خو د ملايانو په تېره بيا د حقانيه د مشر مولانا سميع الحق غبرګون ډېر بېخونده وو. له بي بي سي سره مرکه يې هم شته. سرتاج عزيز لالا نور پر موګ څه د نکاح شرطونه پوره کوي؟
 
دا چې سرتاج عزيز لالا وايی ((له دوی غواړو چې طالبانو او نورو ډلو ته په زغرده ووايي چې ټوله نړۍ غواړي چې له کابل سره خبرې وکړي او مسله حل کړي ځکه چې هېڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي)).
سرتاج عزيز لالا نور له افغان حکومته څه غواړي؟ که اوس کوم طالب پيدا شي چې سوله کوو، نو دوی به يې ژوندی پرېږدي؟ څه ډول برخورد يا سلوک ومعامله به ورسره وکړي؟ که له نورو سره يې ښه کړې وي، نو له دوی سره به يې هم وکړي.
پخواني ولسمشر د خپل ورور احمد ولي کرزي په جنازه کې پرې غږ وکړ چې له جنګ لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. د ((وروڼو)) غږ يې پرې وکړ. همداسې غني پرې څو ځلې غږ وکړ چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د بين الافغاني تفاهم لاره خپله کړي، خو څوک يې اوري؟
 
مشرف کابل ته راغی دلته يې ځان داسې نالوستی وناګاره واچولو چې ګوندې زه خو نظامي يم، سياستوال نه يم او زړه مې سپين دی، خو همدغه دروغ يې بيا ښاغلي بروسيډل د ښاغلي اوباما په غوښتنه رابرسېره کړل چې دی څومره مکار ومخيّل وو. اخر په مکر وحيله له هېواده وتښتېده.
 
سرتاج لالا دا درسره منو چې د کابل په اداره کې ستونزې شته، خو هغه څوک چې ستونزې جوړوي هغه همدا ستاسې پخواني روزلي دي چې د کاکا صاحب ترکتباره خپله ويلي :
((درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود)).
 
داسې وختونه هم راغلل چې خپله يې په سروبي او حميدګل بيا راته په ارګ کې بستره اچولې وه. د مشاورت له وړانديز سره سره يې د اردو د جوړونې وړانديز هم ورته کړی وو. تاسې موږ ملت ته په سترګو کې مه راننوځئ! موږ پوهيږو، موږ ته له تا پورې هر څوک ازمايل شوی.
 
دا د ساده توب خبرې مه کوه چې د کابل اداره له طالبانو سره تفاهم ته نه شي رسېدلی. هو، د کابل اداره له هغه طالب سره چې د جلب واګې يې لا له تا سره دي تفاهم ته نه شي رسېدلای. هغه چې ستا له نفوذ پرته تفاهم ته رسيږي، نو هغې ته مو بيا هغسې نوې لوبه شروع کړه. اوس خو مو له روسيې او چين سره غوږ وجنګولو او له داعش دې ورته داسې بلا جوړه کړه چې که موږ يې در خوشې کړو، نو مو خوري. حال دا چې ستاسې خپل پخوانی د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په زغرده ويلي :
کورنيو چارو وزير : د داعش مشر البغدادي په پاکستان کې روزنه تر لاسه کړې ده
د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک له NG تلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې وايی : د داعش مشر لبوبکر البغدادي د مرکزي حکومت تر څارنې لاندې يوره شپږ مياشتې په قبايلي سيمو کې روزنه ترلاسه کړې ده.
ملک وايی : داعش په پاکستان کې شتون لري. لشکر جهنګوي او تحريک طالبان پاکستان ورسره پوره همکاري او مرسته کوي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41208
https://www.youtube.com/watch?v=6Fznooxj8-E  
هسې سرتاج لالا که څوک ستاسې ترمينځ د خبرو تفاوت ته ځير شئ، نو داسې برېښي چې تاسې هم له موږه بدتر ياست. يو د بل له حاله هډو هېڅ خبر نه ياست چې څه سره واياست؟
ښاغلی نواز شريف وايی ((موږ نه شو کولای په يوه وخت کې هم طالبان ووژنو او هم يې د سولې خبرو ته کښېنوو، نو بيا مو په هغه څلور اړخيزو خبرو کې افغان حکومت ته د څه شي تضمين ورکړی؟
 
نواز شريف : موږ نه شو کولای په يوه وخت کې هم طالبان ووژنو او هم يې د سولې خبرو ته کښېنوو
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41328
 
تاسې خو ټول له يوې څلمې دروغژن ياست. ستاسې برحال ولسمشر ممنون حسين خو خپل چينايي سيال ته دلته څه ويلي؟
د پاکستان ولسمشر ممنون حسن وايي په شمالي وزيرستان کې د پوځ عمليات یې د اويغور مسلمانانو غورځنګ دړې وړې کړی دی
 
[[پاکستان چين ته ډاډ ورکړی چې د ترکستان د مسلمانانو د غورځنګ نژدې ټول غړي يې وژلي دي، دغه غورځنګ د چين د سنګيانګ په ايالت کې په بغاوت او تاوتريخوالي تورن دی]].
[[د امريکا غږ د اردو څانګې د خبر په اساس، ښاغلي حسين ويلي ((په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ عملياتو کې د ترکستان د اسلامي غورځنګ نژدې ټول غړي وژل شوي دي. فکر نکوم چې زموږ په خاوره کې دې د دغه غورځنګ کوم غړی پاتي وي))]].
[[چين په دغه تاوتريخوالي کې مسلمان ايغوريان ګرم بولي اوله پاکستان نه غوښتي چې د ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې پر ضد اقدام وکړي]].
 
که امريکا يا د افغان حکومت ته دا واياست چې ((موږ نه شو کولی په يو وخت کې هم طالبان ووژنو او هم يې سولې ته راولو))، نو بيا مو دا د ايغور د مسلمانانو د غورځنګ نژدې ټول غړي ولې وژلي دي؟ دلته پوښتنه پيدا کيږي :
  • که ټول مو وژلي وي، نو بيا چين ولې اندېښنه څرګنده کړي؟
  • يا دا چې څوک مو وژلي نه دي، نو ځکه له چين سره دا اندېښنه شته او درباندې ناباوره دی.
 
همداسې روسان واخله. تاسې خو دا ادعا هم کړه چې د ازبکستان جنګيالي يې هم وژلي دي، نو ښاغلی پوتين ولې اندېښنه ولري؟
هسې پوښتنه پيدا کيږي چې تاسې ته خو امريکا ۳۳ ميليارده ډالره د حقاني شبکې لپاره درکړي، نه د نورو لپاره، نو تاسې دا د ايغور د مسلمانانو غورځنګ او د ازبکستان د مسلمانانو غورځنګ څنګه وژلي دي؟ څومره مو وژلي دي ؟ او چېرې مو وژلي دي؟ ايا دا د يو حرفوي قاتل دنده نه ده؟
 
افغان حکومتنور هغو طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه نه ورکوي چې د جګړې پر دوام باور لري.
ښاغليه عزيز لالا،
خوښه دې خپله، خو دا به درته ښه وي چې له موږ لاس واخلئ او د يو متقابل درناوي په چوکاټ کې په ريښتينې توګه رامخته شې. هسې ځان، موږ او نړۍ ته دوکه وفرېب مه ورکوئ!
 
د سيکولر بوټو اندېښنه او موخه :
General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar: Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river. افغانستان بايد بېثباته او کمزوری شي. افغانستان بايد وران او وسوځول شي.د دې توان ونه لري چې له موږ بيا د خپل حق غوښتنه وکړي.
 
د ضياء رخه او کړنه :
“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”
ضياء هماغه پالېسي مخته يووړه او تداوم د جنګ ته يې په افغانستان کې هوا ورکړه چې افغانستان د تل لپاره په اور، بېثباتۍ او په جنګونو کې سوځي او رغښت يې نه وي.
زموږ مولوي عبدالصبور بيا په دې هم نه پوهيږي چې حسد د ايمان زوال دی. حق يې هم زما لاندې کړی. جنګ يې هم راباندې راتپلی او د تکفير او د اسلام د دښمن حکم هم راباندې کوي، نو هيله ده چې مولوي صاحب پرې سوچ وکړي چې څوک زموږ او د اسلام دښمنان دي. زموږ سيکولر د نورو له ديني بنسټګرو او له سيکولرانو نه ډېر ښه وو.
 
پايله :
که لاندې دواړه غبرګې ګوتڅنډنې سره پرتله کړو، نو دې پايلې ته رسيږو چې کله ناکله مخارج جلا، خو موخې او پيغامونه يې سره ورته وي. پاکستان خو په دې کې مخکې او ښه تجربه لري چې زياتره وخت خپلې موخې و غوښتنې پر نورو او کله ناکله يې پخپله وايی. مخکې به يې ژاولې ژولې، خو اوس يې په زغرده هم وايی.
 
وړانديز يا مشوره :
زما وړانديز يا مشوره خو ښاغلي غني ته دا ده چې هماغه يوځل ورتګ دې بس دی.  او هماغه يو ځل تېلېفون دې بس دی. هسې بېځايه په تېلېفون وخت مه ضايع کوه. هغه معنويت و ارزښت د انسان له مينځه ځي او څه پر لاس نه ورځي. د هغې پر ځای که دا ووايی :
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم: ( كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ ) رواه البخاري ومسلم.
 
لږ تر لږه وخت خو به دې هسې خوشې ((عبث)) تېر کړی نه وي.
 
په درنښت
سيد حسين پاچا
 
سرتاج عزيز وايي، طالبان د ډېرې اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولی شي
http://www.taand.com/archives/84340#comment-71696
ټرمپ ته د طالبانو خبرداری: که بهرنی سياست مو بدل نه کړ تاريخي ماته به وخورئ http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38713531