
د نفتو د تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو سازمان اوپیک او د روسیې د تېلو او انرژۍ وزیران د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د تېلو د تولید د هغه څارونکي میکانیزم لومړنۍ نتیجې څېړي چې د تېلو د تولید د کمېدو او د بیو د لوړېدو لپاره د یوې موافقې له مخې رامنځته شوی دی.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر ویلي دي، که د تېلو بیې چې په دې وروستیو څو میاشتو کې بیا لوړې شوي، روان کال راولوېږي، د اوپیک سازمان به له دې نور هم د تېلو په تولید کې کموالی راولي.
د اوپیک د سازمان د غړو او د روسیې د تېلو او انرژۍ وزیران وایي، د تېلو د تولید د کمولو او د بیو د لوړولو لپاره په هڅو کې کارونه دومره ښه او په چټکۍ مخ ته ځي چې دوی یې انتظار نه درلود.
دوی پرون په ویانا کې د اوپیک په مرکزي دفتر کې د تېلو د تولید د کمېدو او د بیو د لوړېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
بلومبرګ د روسیې د انرژۍ د وزیر الکساندر نوواک له قوله وایي چې ویلي یې دي، موږ له ټاکلي حد مخکې یو او دغو هڅو ته به دوام ورکړو. نوواک زیاته کړه، موږ ډېر کوښښ کوو چې په بشپړه توګه د شوې موافقې په عملي کېدو کې د دې موافقې ټول ګډونوال بشپړه همکاري وکړي.
وزیرانو وویل، روسیه توانېدلې ده چې د تمې خلاف د تېلو تولید کم کړي خو سعودي عربستان، الجزایر او کویټ بیا توانېدلي دي چې له هغې زیات کم تېل تولید کړي چې شرایط یې د ډسمبر د لسمې په موافقه کې مشخص شوي دي.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلیح وویل، تولیدونکو تراوسه د ورځې یونیم میلیون بیرله تېل له بازاره کم کړي دي. ټاس خبري اژانس د روسیې د انرژۍ د وزیرالکساندر نوواک له خولې وایي چې روسیې د ورځې شااوخوا سل زره بېرله تېل کم کړي دي. د روسیې د انرژۍ سرچینې وایي چې په اوس وخت کې د دې هېواد د تېلو د تولید اندازه د ورځې ۱۱،۱ میلیون بېرله دي.
سعودي عربستان، کویټ، قطر، الجزایر او وینزیویلا له روسیې او عمان سره چې د اوپیک غړي نه دي د ویانا په غونډه کې پر دې غور کوي چې ایا هغو ۲۴ هېوادونو چې د ډسمبر پر موافقې لاسلیک کړی د تېلو د تولید لپاره پرخپلو ژمنو عمل کړی دی او که نه.
نفت تولیدوونکي غواړي چې د شپږو میاشتو لپاره ۱،۸ میلیون بېرله تېل له بازاره وباسي او هیله من دي چې په دې سره به د تېلو بیې لوړې او د تېلو د زیاتې عرضې کچه راکمه کړي.
وروسته له هغې چې اوپیک او یو شمېر نورو هېوادونو چې د دې سازمان غړي نه دي موافقه وکړه چې د تېلو تولید به کموي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په تېرو اتلسو میاشتو کې لوړې اندازې ته پورته شوې یعنې د یوه بېرل تېلو بیه له ۵۸ ډالرو اوچته شوې ده.
د سویس په داووس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر ویلي چې که د تېلو بیې راولوېږي، د اوپیک د سازمان غړي ښایي د تېلو تولید نور هم کم کړي. په عین حال کې د اروپا مرکزي بانک د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د تېلو د بیې لوړېدل به په راتلونکو دووکلونو کې په ایرو زون کې د انفلاسیون د زیاتوالي سبب شي.