مناجات
ساه نيولى په خونخوارولاروسريم
دلوټ شوي کاروان ستړى مسافريم
دزګېروو اوازمې نه رسېږي چاته
سوې څړيکه ، سوى درد ، سوى پرهريم
***
هره اوښکه چې له سترګومې توېږي
ستادپاکې مينې يادپه کې ټوکېږي
که هرڅودې دښکلاشمعه پناه ده
خووزرمې په همدې شمعه سوزېږي
***
دزړګي ماشوم مې ځکه په ژړادى
ستااحساس لکه خوږه مورترې جدادى
ښکاري ړوندشوم چې دې نه وينم جانانه
که هرڅوراته جهان رڼارڼادى
***
په دعااوچتومه خپل لاسونه
له سلګوسره درلېږم داسوالونه
داټوټې ټوټې زړګى مې نورراټول کړې
په کې بل کړې ستادمينې څراغونه
غزل
که په اغزوکې ووسفرکه په ارونوکې وو
خوهرقدم مې ستادکلي په يادونوکې وو
نه پوهېدلم په ژوندون نه له مرګي خبروم
عجيبه درد به مې په تاند وپرهرونوکې وو
ستاله نظره ژوندون رنګ اخلي ته نه پوهېږې
داتصوربه مې ترډېرپه خيالونوکې وو
چې به ويشتلى ستادنازترپولې ورسېدم
که سېک وودومره بس زماپه وزرونوکې وو
ته دنسيم هره څپه کې بڼ په بڼ ګرځېدې
ماته سپرلى هم غوړېدلى ستادامونوکې وو
نه ساحلونورانه هېرکړې نه نغمودابشار
دبېلتون درد دې خورپه کلواوپه غرونوکې وو
له دواړوسترګومې روانې اوښکې وچې نه شوې
هرځاى چې لاړم زخمي زړه مې ستالاسونوکې وو
وروستي