يوه بنګلاديشي دکوهيانو(څاګانو) داوبودپاکولودسيستم داختراع له امله ،يومليون ډالره جايزه ګټلې

يوه بنګلاديشي کيمياپوه ،دکوهيانود اوبودتصفيه کولوکم مصرفه اواسانه سيستم اختراع کړی او يومليون جايزه يې دامريکا دعلومواکاډيمۍ څخه ترﻻسه کړه . پروفيسور ابوالحسام امريکاته په 1978 کال کې تللی .
دده د اختراع څخه په ګټه اخيستوسره ،دکوهي اوبه له ارسنيک) زرنيخ ) څخه چې زهرجن خاصيت لري پاکيږي . دنوموړي مخترع له جوړشوي فلترڅخه همدااوس په بنګلاديش کې ډيرخلک کاراخلي . ډيرخلک په دې نه پوهيدل ،چې دځمکې ﻻندې اوبه يوه اندازه ارسنيک درلودل . دهمدې جوړشوي فلتر په کارولوسره اوبو کې دارسنيکواثرات له منځه ځي . حسام وايي ،چې تراوسه په نړۍ کې 30 زره فلترونه ويشل شوي .
زموږ ګران هيوادافغانستان کې هم دکوهيانوله اوبوڅخه په پراخه کچه کاراخيستل کيږي . موږ هيله من يوو، چې دوسلوپرځای موږ ته داسې د اړتيا څيزونه راوليږل شي لکه پاس يادشوي فلترونه .